افغانستان

بادغیس کې د څارویو ساتونکي د څړځایونو له نشتوالي شکایت لري

Residents say years of recurring drought have devastated pastures, leaving herders struggling to survive.

د بادغیس ولایت د څارویو یو شمېر ساتونکي وایي، د خپلو څارویو له مړینې د مخنیوي لپاره اړ دي چې د لوړ لګښت په بدل کې له سیمه‌ییزو اوسېدونکو څخه څړځایونه وپېري.

 دغه څاروی ساتونکي زیاتوي، چې د بادغیس په پراخو دښتو کې د وچکالۍ له امله، د مالدارۍ چارې له جدي ګواښ سره مخ شوي دي او کار، ورځ تر بلې مخ پر ځوړ روان دی.

دلته، د بادغیس ولایت د آب‌کمري ولسوالۍ یوې څنډې ته، د څارویو ساتونکو خپل څاروي د څرولو لپاره راوستې دي. . دوی وایي، دغه څړځایونه د لوړې بیې په بدل کې له سیمه‌ییزو اوسېدونکو اخلي، خو بیا هم د دوی څاروي له لوږې سره مخ دي.

د څارویو ساتونکی، اعلم، وايي: «د څاروي ساتلو هېڅ خوند نه دی پاتې شوی، زموږ څاروي ناروغه کېږي او موږ د هغوی د درملنې وس نه لرو. په دښتو کې واښه نشته، همدا ځمکه مو د پنځه زره افغانیو په بدل کې د څړځای لپاره اخیستې وه، هغه هم خلاصه شوه او اوس اړ یو چې بېرته دښتو ته ولاړ شو.»

یو شمېر دغه څاروي ساتونکی د خپلو څارویو د مړینې خبره هم کوي. دوی وایي، کله چې د دوی کوم څاروی ناروغ شي، نو دوی یې د بیا درملنې توان نه لري او مري.

د څارویو ساتونکی، بسم‌الله، وايي: «مالدارۍ ته هېڅ خوند نه دی پاتې، اوبه او واښه په پیسو رانیسو، زموږ پسونه ناروغه کېږي، د درملنې وس نه لرو او ټول مري.»

دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس اوسېدونکي وایي، دغه ولایت پخوا دڅارویو د ساتنې او روزنې مهم مرکز و، او هر کال زرګونه ر‌أسه څاروي د دې ولایت د غرونو په لمنو کې څرول کېدل.