افغانستان

بغلان کې د ټرافیکې پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي

د بغلان ولایت په دُشي ولسوالۍ کې د یوه ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.

سرچینې وايي، دا پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې د ۵۸۰ ډوله بس له بل موټر سره ټکر وکړ.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د معیاري سړکونو نشتوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي د هېواد پر لویو لارو د مرګ ژوبلې او د درنو ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.