افغانستان

افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختو طبیعي بحرانونو سره مخ دی

افغانستان د نورو ننګونو تر څنګ د نړیوال اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شوي بې غږه خو ویجاړونکي بحران سره مخ دی.

ملګرو ملتونو افغانستان د اقلیمي بدلون لپاره د خورا زیان منوونکو هیوادونو په ډله کې حساب کړی دی چې د مقابلې لپاره یې چمتووالی ټیټ دی. دې سازمان ویلي چې د وچکالۍ خبرداری د افغانستان په شمالي، شمال ختیځ، مرکزي لوړو او لویدیځو سیمو کې ورکړل شوی دی.

په دې راپور کې پر افغانستان د نړیوال اقلیمي بدلون اغیزې او ورسره د مبارزې لارې چارې څېړل شوې دي.

په وروستیو کلونو کې، اقلیمي بدلون د هیواد ډیری ولایتونه اغیزمن کړي دي؛ له وچکالۍ تر سیلابونو پورې چې د زرګونو خلکو ژوند یې اخیستی او ډیری یې بې کوره کړي دي.

ځینې کارپوهان وایي چې اقلیمي بدلونونه د کروندګرو ژوند په مستقیم ډول ګواښي، او د سېلابونو د خبرداري سیستمونو فعاله کول، د کرنې عصري کول، او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو نباتاتو کرل یې پر وړاندې د مبارزې لارې دي.

د اوبو سرچینو او چاپیریال کارپوه، عبدالباسط رحماني، وايي: «د دې لپاره چې د کرنې په برخه کې ستونزې حل شي او هېواد له اقتصادي کړکېچ څخه وژغورل شي، باید کرنه یا نوې او عصري شي، یا داسې نباتات وکرل شي چې د وچکالۍ په وړاندې مقاومت ولري. همدارنګه باید د سېلابونو د را رسیدو د خبرتیا سیسټمونه فعال کړل شي ترڅو د سختو سېلابونو له امله د خلکو د مرګ‌ژوبلې مخنیوی وشي.»

افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون لپاره د لسو ترټولو زیان منونکو هیوادونو څخه دی، چې د مقابلې لپاره یې چمتووالی ټیټ دی.

ملګري ملتونه وايي چې سږکال د افغانستان نږدې ټولو ولایتونو کې له منځنۍ کچې کم بارانونه شوي، او د وچکالۍ خبرداری په شمالي، شمال ختیځ، مرکزي او لویدیځو لوړو سیمو کې خپور شوی دی.

په دې برخه کې ځینې کارپوهان وايي چې دوامداره وچکالۍ، سیلابونه، او په مرکز او ځینو ولایتونو کې د څښاک د اوبو کمښت په میلیونونو خلک په زیانمن حالت کې اچولي دي.

نجیب الله سدید، د اوبو او چاپیریال په برخه کې څېړونکی، وايي: «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو تر ټولو ښکاره اغېزه د دوړو طوفانونه، سېلابونه، د یخچالونو ویلېدل، د نباتي ناروغیو زیاتوالی، د کرنې محدودوالی، د څښاک اوبو ته محدود لاسرسی دي. د افغانستان ناخالص عاید ۳۳ سلنه له کرنې ترلاسه کېږي، چې اقلیمي بدلونونو پرې منفي اغېز کړی او د هېواد اقتصاد یې متاثر کړی دی.»

د هیواد په لویو ښارونو کې د څښاک اوبو ته کم لاسرسی او د چاپیریال ککړتیا د اقلیمي بدلون نورې اغیزې ګڼل کیږي.

د کابل یو اوسیدونکی وايي: «هوا بدله شوې او اقلیم ګرم شوی دی، په دې اړه باید جدي پام وشي، ځکه ناروغۍ زیاتې شوي او ماشومان ورځ تر بلې له ناروغیو سره مخ دي. له دولت څخه غوښتنه کوو چې پاملرنه وکړي.»

د کابل اوسېدونکی وايي: «تودوخه ډېره زیاته ده، دوړې ډېر زیات دي. خلک د څښاک اوبو ته هم لاسرسی نه لري او هوا ډېره ګرمه ده، چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

طالبانو د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې ده؛ خو تر اوسه یې داسې پلان نه دی وړاندې کړی چې د دې بحران زیانمنتیا کمه کړي.

له دې سره ملګري ملتونه وايي چې دې بحران افغانستان له خطر سره مخ کړی دی؛ په داسې وضعیت کې چې افغانستان د شنو خونو ګازونو په تولید کې ونډه نه ده اخیستې چې تر دې کچې زیانمنونکی وي.