سیاست

محمد محقق: د پاکستان ناسته په اساسي توګه د ښځو له لوري جوړه شوې او خلیلزاد پر هغې د نیوکې حق نه لري

پخوانی جهادي مشر او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا غړی، محمد محقق وایي چې په پاکستان کې راتلونکې ناسته یوه سیاسي ـ مدني غونډه ده چې زیاتره د افغان ښځینه فعالانو له لوري تنظیم شوې او زلمی خلیلزاد د هغې د مخنیوي او نیوکې حق نه لري.

هغه په اکس (ټویټر) کې له خلیلزاد څخه په پوښتنې سره لیکلي: «تاسو څوک یاست او د کوم هېواد له اړخه داسې غیرمسئولانه څرګندونې کوئ؟»

محقق په همدې لیکنه کې زلمی خلیلزاد او د هغه مېرمن شرل بنارت د طالبانو لابي کوونکي بللي او ویلي یې دي چې دی «د هېواد د اوسني وضعیت اصلي لامل او د وروستیو کلونو د ټولو هدفي وژنو او ګډوډیو مسوول دی.»

دغه جهادي مشر خلیلزاد ته په خطاب کې زیاتوي: «که افغان ښځې یوه غونډه تنظیم کړي، تاسو پرې د زور کاروونکو ټاپه لګوئ، نو ستاسې په نظر کوم قشر د غونډو اخیستو اجازه لري؟ د داعش خراسان ډله او که د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت؟»

هغه ټینګار کړی: «ایا طالبان د دیموکراسۍ او د خلکو د رایو له لارې پر افغانستان واکمن شول، که د امریکا په زور او خپله د زور او تاوتریخوالي په کارولو؟ ولې د طالبانو لپاره د زور کارول روا وو خو د نورو لپاره روا نه دي؟»

تر دې وړاندې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمی خلیلزاد، ویلي وو چې پاکستان به د «د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالو او کډوالو» یوې غونډې کوربه وي او ځینې ګډونوال د تاوتریخوالي له لارې د طالبانو د پرزولو ملاتړ کوي.

خلیلزاد په اکس کې ټینګار کړی: «د افغانستان وګړي حق لري خپلې سیاسي نظریې ولري؛ خو د پاکستان ښکاره ملاتړ او د دې ناستې کوربه‌توب یوه ناعاقلانه او پاروونکې کړنه ده.»

نوموړي خبرداری ورکړی چې دا کار کولای شي د طالبانو او پاکستان لا له مخکې ترینګلې اړیکې لا پسې تریخې کړي او هغه یې «ماشومانه، غیرمسئولانه او د افسوس وړ» بللی دی.

په همدې حال کې، سرچینو آمو ته ویلي چې د روان اګسټ پر ۲۵ او ۲۶مه به په پاکستان کې دغه ناسته ترسره شي او ګډونوال به د بشري حقونو، د ښځو او نجونو د وضعیت او د افغانستان د سیاسي حالت په اړه سلا مشورې وکړي.

د سرچینو په وینا، دا ناسته به په «غیررسمي» ډول جوړه شي.

سرچینې زیاتوي، شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ پورې د سیاسي ګوندونو څېرې، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو مدافعان او د اعتراضي خوځښتونو استازي به په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د سرچینو په خبره، د پاکستان لوړپوړي پلاوي هم په دې غونډه کې برخه اخیستونکې دي.