افغانستان

سرچینې: د پکتیا په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې یو ماشوم په بې‌رحمۍ وژل شوی

د ارشیف انځور

له پکتیا ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دغه ولایت د وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند، غورکې سیمه کې یو دولس کلن ماشوم د یو کس له لوري په بې‌رحمۍ سره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، یاد ماشوم د قاتل د کورنۍ  یوې ماشومې سره تر شخړې وروسته د ماشومې د کورنۍ د یوه غړي له‌خوا  د ډبرو په وېشتلو سره وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره، دغه پېښه دوه ورځې وړاندې (جمعه، د زمري ۲۴مه) رامنځته شوې ده.

د دغه پېښې په اړه تراوسه  د طالبانو سیمه ییزو چارواکو څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ماشومانو په سر د کورنیو ترمنځ جګړې څه نوي خبره نه ده؛ له دغه وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې ثبت شوې دي.