افغانستان

طالبان د نشه يې توکو کښتونه له منځه وړي، خو پلور يې ازاد دی

کندهار، زابل، ارزګان او هلمند د سویل په کچه هغه ولایتونه دي، چې په پراخه توګه نشه یي توکي پکې کرل کېږي.

سږکال بيا هم د سويلي حوزې په کچه په کندهار او هلمند کې د نشه یې توکو په ځانګړې توګه د ترياکو پراخ کښتونه شوي وو، خو د دغو ولایتونو د طالب چارواکو په خبره د دې ډلي د مشر په سپارښتنه د کندهار او هلمند په ټولو ولسوالیو کې د نشه یې توکو شوي کښتونه له منځه وړل شوي دي.

کندهار

د کندهار ولایت په ژړۍ، پنجوایي، میوند، غورک، خاکريز، تخته پل، سپين بولدک، شاه وليکوټ، پنجوائي او نورو ولسوالیو کې سږ کال بيا هم پر سلګونه زره جريبه ځمکه نشه یي توکي کرل شوي، خو د کندهار ولایت د طالبانو د والي ویاند عطاءالله زید وایي، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د نشه يې توکو د له منځه وړلو کمپاين پیل شوی، چې په دې بهیر کې د نشه یې توکو زیات کښتونه له منځه وړل شوي او په خبره يې دغه کمپاين لا هم روان دی.

هلمند

هلمند بيا د سويلي حوزې په کچه له زیاتې مودې راهیسې د نشه يې توکو د پراخ توليد په برخه کې ځانګړی شهرت لري.

تازه د ملګروملتونو د نشه یې توکو او جرمونو د کنټرول ادارې «UNDOC» ویلي، چې کندهار او هلمند لا هم د نړۍ په کچه زيات نشه یې توکي توليدوي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست ویلی، نشه يې توکي، چې په هر ځای کې کرل شوي وي دوی يې له منځه وړي او هيچا ته یې د کښت اجازه نه ورکوي.

د نشه يې توکو کروندګر

کندهار کې د کوکنارو يو شمېر کروندګر وایي، چې نور کښتونه يې لګښتونه نه شي پوره کولای او بازار موندنه هم نه ورته کېږي نو ځکه اړ دي، چې کوکنار او نور نشه یې توکي وکري.

د عبدالکريم په نوم د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د تارياک يوه کروندګر له آمو ټلویزیون سره خبرو کې وویل: «د ترياکو د پلور لپاره ان بازار ته اړتیا نشته بلکې زموږ د کور په دروازه کې نشه یې توکي پېرل کېږي.»

کروندګر وايي دوی ته دې د بديل معيشت پايلې لرونکې پروژې پلې شي او که نشه يې توکي بندېږي، پلور او کښت یې دې دواړه بند شي.

هلمند او کندهار کې د نشه يې توکو د پلور بازارونه

د طالبانو له لوري د نشه يې توکو پر کښتونو داسې حال کې بنديز لګول کېږي، چې په کندهار او هلمند کې اوس هم د نشه يې توکو بازارونه شتون لري او ترياک پکې له کوم محدوديت پرته پلورل کېږي.

د شفيع الله په نوم د هلمند د باغران ولسوالۍ د نشه یې توکو يو پلورنکی، چې د سويلي حوزې په کچه د نشه یې توکو لوی کاروبار لري وایي، چې دا مهال نشه يې توکي دوی په کندهار او هلمند کې پلوري او پروړاندې یې کوم جدي بنديز نشته.

نوموړی وایي، که څه هم د نشه یې توکو کښتونه کم شوي خو ځيني کسان، چې له طالبانو سره نږدې اړيکي لري تریاک کري.

شفيع الله وایي دا مهال د یو من ترياکو بيه ۳۲۰ زره کالدارو ته رسېدلې ده.

د نشه يې توکو دغه کاروباري وایي، د دوی پلورل شوي ترياک قاچاقبران د افغانستان له پولو اړوي.

د نشه يې توکو دغه کاروباري وایي، تر بل هر وخت يې اوس کاروبار زيات دی.

د هلمند موسی کلا او سنګین هغه سيمي دي، چې د نشه يې توکو پراخه راکړه ورکړه پکې روان ده او د نشه یې توکو د پروسيس لوی مرکزونه پکې فعالیت لري.

که څه هم د تېر حکومت پرمهال د امريکایي ځواکونو له خوا د نشه يې توکو يو شمېر مرکزونه بمبار شول، خو اوس هم د هېواد په کچه زیات نشه یې توکي په هلمند کې توليدېږي.