افغانستان

ملگري ملتونه: خوست کې مو شپږ د اوبو بندونه جوړ کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، پر اېکس ټولنیزې پاڼې ليکلي چې په خوست ولايت کې يې شپږ د اوبو بندونه جوړ کړي دي.

دغه نړيوال سازمان د هر بند د اوبو زېرمه کولو وړتيا ۱۵۰۰ متر مکعبه اعلان کړې او زياته کړې ېې ده، چې له دې بندونو څخه به د ۲۰ کليو شاوخوا ۵۷ زره کسان ګټه واخلي.

د خوړو او کرنې سازمان دغه راز ويلي، په خوست کې د کوچنيو اوبو بندونو د جوړولو موخه، د سېلابونو مهارول، د کرنې پياوړتيا او د ځمکې لاندې اوبو تغذيه ده.