په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله، جورجټ ګاګنون وایي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړو او تحصیل بندیز د ټولې ټولنې لپاره «یوه ستره ضایعه» ده.
هغې په یوه مرکه کې ویلي دي: «ما د افغانستان په ګوټ ګوټ کې سلګونه نجونې لیدلې چې ښوونځي ته تللې. په کوڅو او سړکونو کې به مو لیدلې چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ته تللې او راوتلې. فکر کوم د کابل پوهنتون لږ تر لږه نیمایي زدهکړیالانې نجونې وې؛ خو اوس، طبعاً چې نور داسې نه لیدل کېږي.»
اغلې ګاګنون ټینګار کړی: «دا واقعاً زړه ماتونکی دی. دا د ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه ده. یوازې د دغو نجونو او د هغوی د کورنیو لپاره نه؛ بلکې په ټوله کې د ټولنې لپاره.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د خپل واکمنۍ په څلورم کال کې لا هم د شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر وړاندې دښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې ساتلې دي.
که څه هم د واکمنۍ په پیل کې طالبانو ادعا کوله چې دا موضوع د «امر ثاني» تر اعلان پورې ځنډول شوې؛ خو د څلورو کلونو په تېرېدو سره اوس یو شمېر ښاریان وایي چې دا ادعا د طالبانو د ښځو د دښمنانه سیاستونو د بشپړ پلي کولو لپاره یوه پلمه وه، څو د نجونو پر حق د زده کړو بشپړ بندیز ولګوي.
د طالبانو دغه سیاست تر اوسه د اسلامي هېوادونو، اسلامي سازمانونو او د اسلامي نړۍ د با نفوذه عالمانو له کلکو غبرګونونو سره مخ شوی او هغوی دا کار د دیني او شریعتې ارزښتونو خلاف بللی؛ خو طالبانو بیا تر اوسه پر خپله تګلاره ټینګار کړی دی.
