نړۍ

د ایران په اعتراضونو کې د ۸۳ تنو وژل کېدل

انځور: رویټرز

د ایران رسنیو رپوټ ورکړ چې د اخلاقي پولیسو له خوا د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې د اعتراضونو په دوام په تېرو دوو اونیو کې ۸۳ تنه وژل شوي دي.

۲۲ کلنه کُردۍ نجلۍ مهسا امیني «د ناسمو جامو اغوستو» له امله د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا ووژل شوه.

اخلاقي پولیس «گشت ارشاد» په ایران کې د ښځو د جامو اړوند قوانینو د تطبیق دنده پرغاړه لري.

د ۲۰۱۹ کال له لاریونونو وروسته چې د تېلو د بیو لوړېدو په غبرګون کې شوي وو، د امیني مړینې د رژیم پروړاندې لومړنۍ لوی اعتراض رامنځته کړ.

د ایران د بشري حقونو بنسټ چې په ناروې کې یوه مېشته ډله ده په یوه ټویټ کې لیکلي: “په ایران کې په وروستیو اعتراضونو کې د ماشومانو په ګډون ۸۳ تنه وژل شوي دي.”

د حکومت له خوا د اعتراض کوونکو له سختو ځپلو او وژلو سره سره په تهران، قم، رشت، مسجدسلیمان او څو نورو ښارونو کې ولسي اعتراضونه روان دي.

د ایران دولتي ټلویزیون شمېرو ته له پاملرنې پرته ویلي، چې پولیسو زیات شمېر “بلواګر” نیولي دي.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اروپا د ایران رژیم پروړاندې د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کوي.

ناروې کې پولیسو اعلان کړی، چې د ایران سفارت مخې ته د اعتراضونو په لړ کې یو شمېر کسانو سفارت ته د دننه کېدو هڅه وکړه. پولیسو د ۹۵ تنو له نیولو خبر ورکړی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دغو اعتراضونو په اړه وویل،چې دغه لاریونونه د اسلامي رژیم پروړاندې د لوېدیځ ځواکونو وروستی اقدام دی.

رییسي وویل: «۴۳ کاله کېږي دښمنانو د اسلامي ایران پروړاندې ناسم اټکل کړی او فکر کوي چې ایران کمزوری هېواد دی چې کولای شي پرې برلاسي شي.»