افغانستان

کابل کې د تورو شیشو لرونکو موټرو د تګ راتګ له زیاتوالي د ښاریانو شکایت

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د تورو شیشو لرونکو موټرو د تګ راتګ له زیاتېدو د اندېښنې په څرګندولو وایي، چې دغه موټر د وسله والو غلاوو، سړي تښتونو او وژنو د زیاتېدو زمینه برابرولای شي.

هغوی ټینګار کوي چې طالبان له یوې خوا وايي چې قانون پر ټولو یو شان پلی کېږي او له بله پلوه خپله له قانونه سرغړونه کوي.

نعمت‌الله په کابل کې ژوند کوي او څو ورځې مخکې وسله والو غلو د ده ګرځنده ټلیفون او پیسې په زور ترې اخیستې او خپله د سیمې د خلکو له خوا وژغورل شو.

نعمت‌الله وایي: «په داسې حال کې چې طالبان ډاډ ورکوي، امنیت ټینګ دی او داسې پېښې صفر ته رسېدلې؛ خو موږ د دا ډول پېښو شاهد یو.»

توفان چې د کابل ښار د یوه واټ غاړې ته هټۍ لري وایي، چې هره ورځ زیات تورې شیشې لرونکي موټر ویني چې تګ راتګ کوي.

نوموړی د دې په بیانولو چې په دغو موټرو کې د طالبانو لوړپوړي کسان تګ راتګ کوي وايي: “طالبان وايی چې امنیت ټینګ دی. که امنیت ښه دی؛ نو ولې خپله په تورو شیشو لرونکو موټرو کې ګرځي. همدا موټر په تېر حکومت کې د ګڼو بدمرغیو لامل وو.”

د کابل ښاریانو په اند که طالبان غواړي ښاري نظم رامنځته کړي باید تورې شیشې لرونکو او بې اسناده موټرو ته د ګرځېدو اجازه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورځو کې په ښار کې ځینې موټر چې له پلیټ پرته تګ راتګ کوي، د پلیټ پرځای د «امارت» کلمه د خپل موټر په مخ او شا برخه کې لګوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور که څه هم د تورو شیشو لرونکو موټرو د تګ راتګ او د پلازمینې د اوسېدونکو د شکایت په اړه څه نه وایي؛ خو په دې برخه کې پر یوې کړنلارې د کار کولو خبره کوي.

ټکور زیاتوي: «هغه کسان چې په دې موټرو کې تګ راتګ کوي باید وپېژندل شي او پوه شو، چې څه ډول کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې د خپلو موټرو شیشې تورې کړي.»

مخکیني حکومت کې هم تورې شیشې لرونکي موټر د زورواکو او دولتي چارواکو وو او خلکو همدا موټر د جنایي جرمونو د زیاتوالي عامل بلل. اوس هم خلک دغه موتر د طالبانو د لوړپوړو چارواکو بولي.

پخوا د پولیسو له خوا څو ځله د تورو شیشو لرونکو او نمبر پليټ پرته موټرو د پاکولو کمپاین په لار اچول شوی و؛ خو د پام وړ پایله یې نه ده لرلې. اوس د طالبانو د ادارې له راتګ سره کابل کې د تورو شیشو لرونکو موټرو تګ راتګ زیات شوی دی او دا کار د وګړو د اندېښنو د زیاتېدو او په ښار کې د بې نظمۍ لامل شوی دی.