افغانستان

ترځمکې لاندې پروژې د ځنډېدو په اړه د چاریکار د اوسېدونکو شکایت

د پروان ولایت اوسېدونکي د چاریکار ښار ترځمکې لاندې بازار د جوړېدو کار له پڅوالي او د دې پروژې د ځنډېدو شکایت لري.

طالبانو د درېیم ځل لپاره د چاریکار ښار ترځمکې لاندې بازار د بنسټ ډبره کېښوده او ژمنه یې وکړه چې کار به یې په شپږو میاشتو کې بشپړ شي؛ خو اوس له شپږو میاشتو وروسته، یوازې ددې بازار د جوړولو څلوېښت سلنه کار بشپړ شوی دی.

د چاریکار ښار یو هټۍ وال احمد شایق د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل چې ترځمکې لاندې بازار جوړولو کار نه بشپړېدو هغه سخت زیانمن کړی دی.

نوموړی زیاتوي: «هره میاشت د خپلې هټۍ لپاره دېرش زره کرایه ورکوم، کله چې څلور لارې وکیندل شوه ټول مشتریان مې بې درکه شول او له دوو کلونو راهیسې ددې بازار کار بشپړ نه شو.»

ددغه ترځمکې لاندې بازار کار د لومړي ځل لپاره د امنیتي ننګونو او زورواکو د لاسوهنې له امله، د دوهم ځل لپاره د سېلابونو د راتلو او د درېیم ځل لپاره هم د سیاسي بدلونونو له کبله ودرول شو.
د چاریکار ښار یو کسبګر فضل احمد په دې اړه وایي: «کاروبار مې د پخوا په شان نه دی او خلک ډېر په سختۍ دې ځای ته تګ راتګ کوي.»

د چاریکار ښار ترځمکې لاندې بازار د جوړولو پروژې د کار اوږدېدل د دې لامل شوي چې موټر چلوونکي او مسافرین چې د هېواد شمال ته تګ راتګ لري ددې ښار له کوڅو تېرېږي او له اوږدو لارو وروسته ځانونه د پروان عمومي سړک ته رسوي.

فهیم چې ډېر کلونه کېږي موټر چلوي د چاریکار ښار ترځمکې لاندې بازار جوړولو پر پڅ کار نیوکه کوي او وایي: «موږ اړ یوو چې د کوڅو له لارې ځانونه عمومي سړک ته ورسوو او کله هم په ساعتونو په لاره کې بند پاتې کېږو.»

له بلې خوا، په پروان کې د طالبانو ځایي مسوولین د دغه ترځمکې لاندې بازار د جوړولو کار اوږدېدو لامل په هېواد کې د اساسي ودانیزو توکو نشتوالی بولي.

د چاریکار ښار لپاره د طالبانو ښاروال سید نیک مل وايي: «موږ خالد امیري شرکت ته شپږ میاشتې وخت ورکړی چې دا پروژوه بشپړه کړي؛ خو اوس ودانیز مواد نه پيدا کېږي.»

د چاریکار ښار ترځمکې لاندې بازار د ۳۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت په شپږ زره او ۵۱ متر مربع ځمکه او د مقاومت څلورې لارې او شاوخوا کې یې جوړېږي چې ۲۵۰ هټۍ به پکې وي.