افغانستان

تورخم کې ۴ زره ماشومان د کور مسوولیت سختو کارونو ته اړ ایستلي

تورخم کې پر سختو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او خلک یې لامل وزګاري او بېوزلي یادوي.

په تورخم کې مېشت خلک او هټیوال وایي، ډېری ماشومان له دې امله چې د کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري په قاچاقي ډول مالونه له یادې دروازې اخوا وړي.

عبدالاحد د یادې سیمې اوسېدونکی د خپل سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «زه په تورخم کې روان وم دروازې خواته، یوه ډله ماشومان مې ولیدل درانه پنډونه يې په شاه وو او د ټيلرو د ټیرونو لاندې پټ پټ تلل، ومې پوښتل ولې وایي دوی په پټه انرژي او نور توکي له پولې اخوا لېږدوي.»

دی زیاتوي چې هټیوال او د دې کار پرمخ وړونکي بیا ماشومانو ته د هر توکي په لېږد باندې پیسې ورکوي او له دې لارې خپل کار پرمخ وړي.

محمد الله چې په تورخم کې هټۍ لري وایي، هر سهار ویني، چې لسګونه ماشومان ورته کارونه ترسره کوي.

د ده په خبره داسې وخت هم شوی، چې ماشومان تر موټرو لاندې شوي او خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی.

له تورخم دروازې تېرېدونکي افغان کډوال هم یاده ستونزه مني او وایي، ډېری ماشومان د بېوزلۍ له امله دا کار کوي او هټیوال پرې دا ډول درانه کارونه کوي، څو ډېره ګټه وکړي.

نور رحمن چې پېښور ته روان وو د آمو ټلویزیون خبریال ته یې وویل: «ما سره په لیکه کې یوه ډله ماشومان پنډونه په شاه پټ روان وو. دروازې ته چې نږدې شوم، د پولیسو له لیدو سره ناڅاپي وتښتېدل، یو دوه ونیول شول سخت وهل يې وخوړل او څو نور وتښتېدل او تېر شول، دا ظلم دی طالب حکومت باید د دې کار مخه ونیسي.»

د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، که طالبان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د بېوزلۍ مخه ونیسي ښايي ماشومان زده کړو ته ولاړ شي نه سختو کارونو ته.

دا ستونزه مو د تورخم له کمېشنرۍ سره شریکه کړه او هغه هم په دې تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

د  تورخم د کمېشنرۍ لپاره د طالبانو کمېشنر صديق الله خليل وایي، شاوخوا ۴ زره ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي او دوی یې مخه نه شي نیولای.

خلیل زیاتوي، چې دا ستونزه یې په ځلونو له لوړو ادارو سره شریکه کړې خو هغوی یې لا پر مخنيوي نه دي بریالي شوي.

 دی وایي په دې ماشومانو کې ډېری یې قاچاق او هغه توکي په پټه لېږدوي چې وړل يې سخته او هټیوال يې نشي لېږدولی.

د هغه په خبره یاد ماشومان يې په بدل کې ډېرې پیسې ترلاسه کوي، چې دې چارې کورنۍ دې ته اړ کړي خپل ماشومان دا ډول کارونو ته وهڅوي.

د یادونې ده، چې د طالبانو په راتګ سره په ټول هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره لوړه او ګڼې کورنۍ دې ته اړ شوې، چې خپل اولادونه له زده کړو بې برخې کړي او پر سختو کارونو یې بوخت کړي ترڅو د خپل ژوند پرمخ بېولو لپاره ترې ګټه واخلي.

موږ داسې یوه کورنۍ ومونده چې ویل يې، د کورنۍ د اړتیا د پوره کولو لپاره اړ شوي خپل ماشومان له ښوونځيو ایسار او درانه کارونه پرې وکړي.