افغانستان

د طالبانو له محدودیتونو سره په یو وخت د کابل په تفریحي ځایونو کې د ښځو نشتوالی

په تفریحي ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ د طالبانو د محدودیتونو له لګولو سره په همهاله، ان د کابل په تفریحي ځایونو کې د ښځو حضور، په بې مخینې توګه کم شوی دی.

په دغو محدودیتونو کې په پارکونو او تفریحي ځایونو کې د ښځو او نارینه وو برخو جلا کول او همداراز په تفریحي ځایونو کې د ښځو د حضور لپاره د اونۍ د ځانګړو ورځو په پام کې نیول شامل دي او نور محدودیتونه هم د کورنیو له حضور پرته د ښځو ګډون دی.

بابر بڼ یو تفریحي ځای دی چې په مخکیني حکومت زیات شمېر ښځو او نارینه وو ترې لیدنه کوله؛ خو اوس په ډېری ورځو کې تش وي او دا پارک په یوې پردې سره په دوو برخو وېشل شوی دی.

د دغه بڼ یوه مسوول د امنیتي مسایلو په خاطر د خپل هویت پټ ساتلو سره آمو ته وویل چې د خلکو په تېره بیا ښځو لږ ګډون، د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د محدودیتونو له امله دی.

د هغه په وینا، د ورځې له لسګونه کورنیو پينځو تر لسو کورنیو ته راکم شوی دی.

نور ځایونه، پارک شهر او ژوبڼ هغه تفرېح ځایونه دي چې د ښځو او نارینه وو د ورتګ ورځې پکې بېلې شوې دي.

د ښار په بله برخه کې ځاځۍ پارک هم له همدې برخلیک سره مخ دی.

له پارک څخه یوه لیدونکي آمو ته وویل چې ددغه تفریحي پارک دروازه د شپې له اتو بجو تړل کېږي؛ په داسې حال کې له دې مخکې به د شپې تر نیمايي پرانیستې وه.

په زنانه باغ مشهور شهرارا پارک چې د ښځو لپاره ځانګړی و د ورځې لسګونه کورنۍ دغه ځای ته راتلې او لسګونه ښځې پکې په پلور بوختې وې، په تېر یوه کال کې تړلی دی او ښځې دغه پارک ته د ورتلو حق نه لري.

د دغه بڼ یوازې یوه کوچنۍ برخه د خیاطۍ د کارخونې لپاره په پام کې نیول شوې چې لږ شمېر مېرمنې پکې خیاطي او دیني زده کړه کوي.

په نورو تفریحي ځایونو کې له دې جملې قرغه، پغمان او شکردره او دې ته ورته ځایونو کې د ښځو د حضور ورځې جلا شوې دي.

د طالبانو د یوه رسمي لیک له مخې د دې ډلې کسانو ته ویل شوي، چې که په ځانګړو ورځو تفریح ځایونو ته ځي باید له وسلې او یونیفورم پرته ولاړ شي.

نور هغه ځایونو چې د جمهوریت پرمهال پکې د ښځو او کورنیو شمېر زیات لېدل کېده د بالینګ کلبونه دي چې کابل کې د دغو کلبونو د یوه مسوول په وینا دغو ځایونو ته هم کم شمېر کسان د تفریح لپاره ورځي.

د ښځو حقونه فعالانې وایي چې د طالبانو ټول تمرکز تولنه کې د ښځو پر حضور د محدودیتونو پر لګولو دی.

د ښځو حقونه فعاله مونسه مبارز وایي: «طالبان د تاوتریخوالي او استبداد روزنې سرچینه ده. د طالب لپاره ازادي، د کورنیو فرهنګ، ښار او تفریح ځایونو ته د چکر لپاره تلل د کفر او تضاد ښکارندوی بلل کېږي.»

بلخ یو شمېر ښځې وایي، چې طالبانو تاریخي ځایونو ته د هغوی د دننه کېدو لپاره په اوونۍ کې یوه ورځ ځانګړې کړې ده او نورې ورځې هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي.