ټاکل شوې ده چې د طالبانو د رئیسالوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي د روان میلادي میاشتې په ۱۴مه نېټه د قطر پلازمینه دوحې ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، چې د هغه د سفر معافیت یې د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه تصویب کړی، او دا سفر به د همدې میاشتې له ۱۴مې تر ۳۱مې نېټې پورې دوام وکړي.
د دې سفر هدف «د روغتیايي ستونزو درملنه» ښودل شوې ده.
عبدالسلام حنفي داسې مهال دوحې ته سفر کوي، چې نوموړی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېسټ کې شامل دی.
خو له هغه وروسته چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، د امنیت شورا د طالبانو یو شمېر چارواکو ته د سفر موقتي معافیتونه ورکړي دي؛ یو اقدام چې د بشري حقونو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو لهخوا له جدي غبرګون سره مخ شوی دی.
