سیاست

سرچینې: امیرخان متقي به نږدې راتلونکې کې پاکستان ته لاړ شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي.

باوري سرچینې آمو ته وايي، چې ټاکل شوې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په مشرۍ یوه پلاوي سره، د اګسټ په لومړۍ اونۍ (د زمري میاشتې له ۱۰مې تر ۱۷مې) پاکستان ته سفر وکړي.

سرچینې وایي، له نوموړي سره به په دې سفر کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او نور طالب چارواکي هم شامل وي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې سفر پر مهال به دواړه لوري د سیاسي، اقتصادي او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. همداراز، د هغو پرېکړو د عملي کېدو څرنګوالی به هم و ارزول شي، چې د پاکستاني چارواکو د وروستي سفر پر مهال په کابل کې شوي وو.

سرچینې زیاتوي، چې دا سفر به ښايي دوه یا درې ورځې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان دوه لوړپوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و، چې یو یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او بل د کورنیو چارو وزیر و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې د طالبانو او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره درې‌اړخیزه ناسته هم درلوده.

پاکستان تل له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد چې په افغانستان کې فعالیت کوي، اقدام وکړيږ
که څه هم طالبان د دې ډلې شتون په افغانستان کې ردوي، خو د ملګرو ملتونو څارونکې ډله وایي چې  تحریک طالبان پاکستان د شاوخوا ۶ زره جنګیالي په افغانستان کې لري.