د ایران د نړیوالو چارو او بهرنیو ښونځیو د مرکز سرپرست، محمد سلیمي، وایي هغه زدهکوونکي چې د «بهرنیو اتباعو» له ډلې دي، چې افغان کډوال هم پکې شامل دي، کولای شي یوازې هغه وخت په ښوونځيو کې نوملیکنه وکړي، چې له ځان سره د اقامت د دفترونو یا د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو چارو مرکز لهخوا صادره شوې پېژندپاڼه ولري.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو د ماشومانو د ښوونځیو د نوملیکنې بهیر به د زمري له ۱۵مې نېټې پیلېږي او د سنبلې تر پایه به دوام وکړي.
خو محمد سلیمي زیاته کړې: «د زدهکوونکو نوملیکنه یا بدلون یوازې د هغو ښارونو یا ولایتونو (استانونو) له مخې کېږي چې په معرفينامه کې ثبت وي، او د بهرنیو اتباعو زدهکوونکي نشي کولای په هغو سیمو کې نوملیکنه وکړي چې غیرمجازې بلل کېږي.»
نوموړي ټینګار کړی چې د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ هجري لمریز کالونو لپاره د افغان مهاجرو د زدهکوونکو نوملیکنه د ایران د دولت د پالیسیو تابع ده، او هر کال د «اتباعو او مهاجرینو» لپاره ځانګړې لارښود پاڼه (شیوهنامه) د کورنیو چارو وزارت له اړوند مرکز سره په همغږۍ ښوونځیو ته لېږل کېږي.
د ایران د بهرنیو مکتبونو د مرکز سرپرست زیاتوي چې په تهران کې د افغان مهاجرو زدهکوونکو والدین کولای شي ویبسایټ kanoonnobat.ir ته مراجعه وکړي، د وخت اخیستو وروسته، د کفالت دفتر ته ورشي، معرفينامه ترلاسه کړي او وروسته د خپل د اوسېدو سیمې اړوند ښوونځي ته د نوملیکنې لپاره لاړ شي.
نوموړي دا هم ویلي: «د نورو ولایتونو مهاجر او اتباع باید د کفالت دفترونو او د اتباعو چارو ادارو ته مراجعه وکړي، اسناد یې وڅېړل شي، او که شرایط یې پوره کړل، نو معرفينامه به ورکړل شي، او بیا به د خپلو مېنو ته نږدې مکتبونو ته ورشي او که ځای موجود و، نوملیکنه به وکړي.»
سلیمي دا هم زیاته کړې چې نوي شاملېدونکي مهاجر زدهکوونکي یوازې هغه مهال کولای شي د ابتدايي ښوونځي د شاملېدو ارزونې (سنجش) بهیر کې برخه واخلي، که له ځان سره یوازینی لسعددي پېژندنومره ولري. هغه والدین چې ماشومان یې د لومړي ټولګي دي، باید د ایران په ټولو سنجش مرکزونو کې د معایناتو پاڼه (د جسمي روغتیا ارزونه) ترلاسه کړي، او وروسته یې مکتبونو ته نوملیکنه وکړي.
