افغانستان

پروان کې د خلکو په شخصي لګښت د خام سړک جوړول

د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د وازغر درې اوسېدونکو څوارلس کیلومتره سړک په خپل شخصي لګښت جوړ کړ.

ددغې درې اوسېدونکي وايي چې طالبانو او مخکیني حکومت ځواکونو ترمنځ جګړې له امله، دوی د سړک له جوړولو محروم شوي وو او پرېکړه یې وکړه چې کلي په کلي له خلکو پیسې راټولې کړي او د خپل کلي لپاره سړک جوړ کړي.

د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د وازغر درې اوسېدونکی سیدآغا وايي: «طالبان موږ ته یوازې سکواټور راکړ، موږ له هغو پیسو چې جومات په جومات مو راټولې کړې وې، تېل او نور د اړتیا وړ توکي وپېرل او له نېکه مرغه دا سړک جوړ شو.»

ددې درې یو بل اوسېدونکی مهرآقا له طالبانو غواړي چې دا سړک کرېړ کړي.

هغه زیاتوي: «څه چې د عامو خلکو په وس کې وو ترسره مو کړل، زموږ سړک باید کرېړ شي او زموږ خلک یوه روغتیايي کلینیک ته اړتیا لري.»

له بلې خوا، د پروان لپاره د طالبانو طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو رییس مولوي عبدالعلیم احمد وايي چې د سړک نشتوالي د وازغر درې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو او هر کال د دوی زیات شمېر کرنیز محصولات د لارې په اوږدو کې خرابېدل.

په اوسني وخت کې د پروان کابو لس درې سړک نه لري او ددغو درو اوسېدونکي اړ دي چې په ساعتونو لاره کچ کړي او ډېری وختونه خپل ناروغان تر سړک پورې پر خرو لېږدوي.