له فاریاب ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، یو پخوانی پوځي، چې تازه له ایرانه راستون شوی وو، د دغه ولایت مرکز میمنې ښار کې په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، د فاریاب ولایت د ولایتي شورا پخوانی غړی او د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ د ولسي وګړو قومندان محب الله میرزاد، چې تېره اونۍ د میمنې په ښار کې په ډزو ویشتل شوی و، د بلخ ولایت په روغتون کې یې ساه ورکړه.
محب الله میرزاد، د اسلامي جمعیت ګوند له نږدې غړو څخه هم وږ
د سرچینو په وینا، میرزاد، د پخواني حکومت له راپرځېدو وروسته، ایران ته کډوال شوی و، تازه له راستنېدونکو سره یو ځای هېواد ته راستون شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.