د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، د افغانستان لپاره د بریټانیا له شارژدافیر، رابرټ ډیکسن او د دغه هېواد له نوي ټاکل شوي استازي، ریچارډ لینزي، سره په لیدنه کې، په روغتیایي برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د روږدو کسانو، سرطاني ناروغانو، او مور و ماشوم د روغتیا په برخو کې د مرستې او همکارۍ اړوند مفصل بحثونه وکړل.
طالبان وايي، نور جلال جلالي د بریټانیا له لوري د افغانستان د روغتیا سکتور سره د شوو همکاریو مننه وکړه او له نوي استازي یې وغوښتل چې په یادو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د بریټانیا شارژدافیرز او نوي ټاکل شوي استازي هم ډاډ ورکړ چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، او د افغانانو د روغتیا د وضعیت د ښه والي په برخه کې به لازم ملاتړ ترسره کړي.»
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې، په ټول افغانستان کې د بودجې د ختمېدو له امله ۲۰۲ بشري روغتیایي مرکزونه یا تړل شوي او یا هم ځنډول شوي دي.
دا سازمان وایي چې دغه ستونزې به د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۱.۸ میلیونه وګړو ژوند اغېزمن کړي.
راپور زیاتوي چې په ځنډېدلي روغتیایي مرکزونه ۱۰۸ ګرځنده روغتیایي او تغذیې ټیمونه، ۳۳ کورني روغتیایي مرکزونه، ۲۰ لومړنۍ روغتیایي خدماتو مرکزونه، ۲۲ فرعي روغتیایي مرکزونه او ۱۹ نور روغتیایي مرکزونه شامل دي.