روغتیا

زابل کې کولرا ناروغي بیاځلې زیاته شوې

د سويلي ولایت زابل روغتيایي مسوولين وایي، په دغه ولایت کې د روان کال له پیل راهيسي ۱۲۸۰۰ تنه د کولرا پر وژونکې ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلي يې ۱۲ تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د زابل د روغتيا رئیس داکټر عبدالحکيم حکيمي وایي تازه يې د زابل د مرکز کلات د ترنک او د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په عراقو، ملي خیلو او د سيوري ولسوالۍ په بدين سيمه کې پر کولرا ناروغۍ د ۸۰۰ کسانو د اخته کېدو راپور ترلاسه کړی دی.

داکټر حکيمي وایي دوی زابل کې د کولرا د مخنیوي لپاره پوره چمتوالی لري.

هغه وايي: «تازه پېښې د زابل په ارغنداب، سيوري او د مرکز کلات په ترنک سيمه کې دي، چې شمېر يې ۸۰۰ تنو ته رسيږي.»

د زابل د ليرو پرتو سيمو اوسېدونکي بيا دغه ناروغي په خپلو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله بولي.

دوی وایي چارواکی دې د ناروغيو د مخنیوي لپاره د زابل په ليرو پرتو سیمو کې خپل خدمتونه پراخ کړي.

د زابل د شملزو اوسېدونکی عبدالحميد او د دغه ولایت د ارغنداب اوسېدونکی جان محمد د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې «دوی د بېوزلۍ له امله د دغه ډول ناروغيو قرباني دي.»

د زابل ترڅنګ په کندهار، هلمند او روزګان کې هم سږکال د کولرا ناروغۍ سلګونه پېښې ثبت شوې دي.

روغتيایي مسوولين وایي، دغه ناروغي د ککړو اوبو او د روغتيايي سپارښتنو د نه مراعت له امله رامنځته کیږي.