د کتاب، سیمه ییزو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون شنبه سهار د تلې پر دویمه نېټه په بامیان کې د بودا وران شوي بت ته مخامخ د دوو ورځو لپاره پرانیستل شو.
دغه نندارتون پر لومړۍ ورځ لیدونکي هم نه لرل او د لمر تر وړانګو لاندې جوړ شو.
یاد نندارتون د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي دولتي انتشاراتو، بامیان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت امریت له خوا د خصوصي خپرندویه اتحادیې په همکارۍ جوړ شوی و.
د بیهقي انتشاراتو رییس عبدالعلیم مفتي زاده په دې اړه وویل چې نندارتون کې په بېلابېلو عنوانونو په زرګونه ټوکه کتابونو او له کابله د نږدې ۱۳ خپرندویه ټولنو په ګډون رامنځته شوی و.
مفتي زاده د دغه نندارتون د جوړولو موخه له کتاب سره د خلکو اشنایي ګڼي او وایي: «تېرو ۲۰ کلونو کې پر پوهنه او کلتور هېڅ ډول کار نه دی شوی او موږ غواړو په دغو دوو برخو کې عملي کارونه وشي.»
د مسیحیت د دودولو او د تفرقې اچولو کتابونو د راټولولو دوام
د بیهقي انتشاراتو مسوول زیاته کړې، چې پلان لرو په ۳۴ ولایتونو کې هغه لیکوالان په ډاګه کړو چې د خپلو اثارو د چاپ وس نه لري ترڅو کتابونه یې په «وړیا توګه چاپ او ووېشل» شي.
هغه ټینګار وکړ، چې د مسیحیت دودلو او د هغو کتابونه د ټولولو بهیر چې د تفرقې اچولو موضوع لري دوام لري.
ویل کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به د کتاب یو نړیوال نندارتون د لسو ورځو لپاره په کابل ښار کې جوړ شي.
دغه پروګرام تېر کال بامیان کې د کتاب لومړنی نندارتون دی چې رامنځته کېږي؛ خو هېڅ بامیاني کتاب پلورونکي په دغه نندارتون کې ګډون نه دی کړی او د بامیان خلکو هم له هغوی هرکلی نه دی کړی.
هېواد کې د طالبانو ادارې له یو کال پوره کېدو سره سممهاله د کتابونونو د چاپ کاروبار مخ په کمېدو دی او د کتاب د چاپ او خپرولو صنعت چې د جمهوریت پر مهال یې غوره ورځې تجربه کړې وې اوس د طالبانو له بېرته راتګ سره ښه وضعیت نه لري.
هېواد کې د کورونا او د سیاسي نظام بدلون د ناوړه اغېزو ترڅنګ د وزګارۍ او بېوزلۍ زیاتوالی هغه عوامل دي چې د کتاب د چاپ صنعت ته یې ډېر زیانونه رسولي دي.
فاطمه: که نن مې هټۍ وای پلور به مې زیات و
د دې نندارتون بله برخه د بامیاني ښځو لاسي صنایع ته ځانګړې شوې وه.
د بامیان د لاسي صنایعو ټولنې مسوولې فاطمې له دغه نندارتون څخه د خلکو نه هرکلي ته په اشارې زیاته کړې: «نندارتون تر مستقیم لمر لاندې او له پوره میز او چوکیو پرته رامنځته شوی دی. نن که هټۍ کې وای پلور به مې زیات و.»
سره له دې چې د کلیوالو ښځو د محصولاتو د معرفي لپاره داسې نندارتون ګټور بولي او وایي چې د سږ کال په لومړیو کې د هغوی د کاروبار وضعیت د قناعت وړ و؛ خو د تېر کال په پرتله یې ترټولو کم بهرني پېردونکي لرلي دي.»
فاطمه چې د سلو ښځو له خوا د تولید شویو لاسي صنایعو د مدیریت مسوولیت پرغاړه لري وايي: «هغه ښځې چې د لاسي صنایعو پر تولید بوختې دي د خپل ژوند ورځني لګښتونه له دې کار سره تړلي بولي.»
بیک، د لمڅي بوټان او چادر هغه لاسي صنایع دي چې د بامیاني مېرمنو له خوا تولیدېږي.
د دې ټولو ترڅنګ د بامیان مېرمنو د لاسي صنایعو ټولنې له منځه تلو د ښځینه صنعتکارانو د ټولنو پر فعالیت د منفي اغېزې لامل شوی دی. په دې اتحادیه کې د ښځو د لاسي صنایعو نږدې ۳۰ ټولنو حضور درلود چې اوسمهال له منځه تللي او نږدې ۲۰ نورې ټولنې پاتې دي.
د بامیان ولایت یو هنرمند خیرالله نوروزی د رسامۍ په برخه کې فعالیت لري. هغه له خپلو درېیو رسامیو سره په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
ښاغلی نوروزی د هنرمندانو له وضعیته رضایت نه لري او وايي، چې افغانستان کې څوک هنر ته «ارزښت» نه ورکوي.
دغه هنرمند څو مودې مخکې بریالی شو چې د اطلاعاتو کلتور وزارت په هنري ـ کلتوري جشنواره کې د بندامیر ملي پارک په رسامۍ سره لومړی مقام ترلاسه کړي؛ خو ده ته هېڅ ډول د ستاینې محفل نه دی جوړ شوی.
بامیاني هنرمندان وایي چې اوسني کړکېچن وضعیت هغوی سخت اندېښمن کړي دي او د دې وضعیت ښه کېدو ته هېڅ هیله نه لري.