افغانستان

ننګرهار کې یوه خيریه بنسټ یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړه

ننګرهار کې له بې روزګارۍ شکایتونه ډېر او خلک ورځ تر بلې د بېوزلۍ تر لمنې لاندې ډېرېږي.

تازه په دې ولایت کې یوه خیريه بنسټ ۳۰ تنو هغو بېوزله ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړه، چې دوی په تېر کې له بېکارۍ ځورېدل او د کور د نفقې موندلو ته حیران وو.

یاد بنسټ د انصار خيريه بنسټ په نامه يادېږي او مشر یې میرویس مېلمه پال وایي، دوی د مرستې په دې کڅوړه کې ۳۰ بېوزلو کسانو ته د دایمي کار برابرولو په پار هغه کراچۍ ورکړې، چې دوی کولای شي ترې د سیار دوکان په توګه ګټه واخلي او کار پرې کړي.

نوموړی وایي د دې کراچۍ ترڅنګ یې د روزګار د پيل لپاره هر کس ته د نږدې ۳۰۰۰ افغانیو په لګښت تازه مېوه هم ورکړل شوه.

نوموړی زیاتوي: «موږ د خدای په فضل هڅه کوو د بې کارۍ د مخنیوي لپاره کار وکړو، د ننګرهار له مختلفو ولسوالیو او سمیو څخه مو ۳۰ بیوزله او بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړه او هر یو ته یې د اووه زره افغانیو په ارزښت کراچۍ او همدارنګه تازه میوه ورکړل شوه.»

د مېلمه پال په خبره یاد شمېر کسان به له دې وروسته پر دې کراچیو د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي ګټي او له اندېښنو به خلاص وي.

هغه کسان، چې د مرستې په دې کڅوړه کې ورته کاري زمینه برابره شوه، دا چاره د ځان او کورنۍ لپاره يو ښه فرصت بولي، چې وبه کولی شي له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه وګټي.

عبدالاحد چې له ډېرې بېکارۍ او بېوزلۍ ځورېده وایي،له دې وروسته به وکولی شي په اسانه د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کړي، خو له طالبانو غواړي، چې د بیکارۍ د ختمېدو لپاره دې ګامونه چټک کړي.

نوموړی زیاتوي: «موږ ډېر خوشاله یو چې مونږ سره یې د کراچۍ مرسته وکړه، خو له طالبانو مې هیله ده، چې یوازې د ځان لپاره نه د عامو خلکو لپاره دې د کار زمینه برابر کړي، بېکارۍ خلک خپه کړي.»

د نظرخاوندان که څه هم بېوزلو ځوانانو دا ډول لاسنیوی ستایي خو د دایمې حل لپاره یې له طالبانو  غوښتنه کوي، چې په هېواد د ننه دې پانګوال پانګونې ته وهڅوي څو کارخونې جوړې او بې روزګاره ځوانان په کار شي.

د نظرخاوند عطاء الله ساپی وایي که طالبان يواځې د خپل ځان غم خوري او عامو خلکو ته پام نه کوي دا به لویه ستونزه په راتلونکي کې جوړه کړي.

هغه وایي: «طالبان دې خلکو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي، اوږمهاله پروژې دې پلي کړي په دې سره هم وطن جوړېدای شي او هم بېکارۍ ختمېږي. پانګوال دې پانګونې ته وهڅوي اوملاتړ دې وکړي څو دلته کارخونې زیاتې شي.»

عام خلک وایي وزګاري ورځ تر بلې په زياتېدو ده او په خبره یې همدا لامل دی، چې ډېری بې وزله کورنۍ دې ته اړ شوي،څو د کور وسایل وپلوري او خپلې ستونزې اوارې کړي.

دوی پر طالبان نیوکه کوي، چې یوازې د خپلو ليکو کسان او د هغوی خپلوان په دندو ګوماري او بس، چې په خبره یې دا لوی ظلم دی.

عام افغانان وایي که طالبان عام ولس خپلول غواړي، نو له توپيري چلنده دې ځان وساتي او دوی ته دې خدمات وړاندې کړي.

د جمهوریت په پرځېدو او د طالبانو په راتګ سره د ننګرهار په ګډون په ټول هېواد کې د بې روزګارۍ کچه اوج ته ورسېده او بې شمېره افغانان بې روزګاره شول.