بشري حقوق

طالبانو په څلور ورځو کې ۱۶ کسان په دورو وهلي دي

انځور له آرشیف څخه.

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا د خپاره شویو خبرپاڼو له مخې د آمو موندنې ښيي، چې د څلورو ورځو په ترڅ کې (د چنګاښ له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې)، طالبانو په څلورو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۶ کسان په دورو وهلي دي.

د دې موندنو له مخې، دغه کسان په کابل، کاپیسا، فاریاب او غزني ولایتونو کې طالبانو د «زنا، له کوره د تېښتې، د نشه‌يي توکو او الکولي مشروباتو پلور او لېږد» په تورونو له ۱۰ تر ۳۹ دورو پورې وهلي دي.

همدارنګه، موندنې ښيي چې طالبانو یو شمېر دا کسان د بېلابېلو ولایتونو په زندانونو کې له شپږو میاشتو تر درې کلونو پورې په بند هم محکوم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې، په تېرو نژدې څلورو کلونو کې، لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له امله د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي.

د هېواد وګړي او د بشري حقونو یو شمېر فعالان د طالبانو پر دغه سخت‌دریځه چلند نیوکه کوي او د خلکو د دورو وهلو عمل د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان په اړه په خپل وروستي راپور کې د طالبانو له‌خوا د خلکو پر بدني سزا نیوکه کړې وه او ویلي یې دي چې ښځې او نارینه له کافي اسنادو پرته او د عادلانه محاکمې له ترسره کېدو پرته مجازات کېږي؛ چې تر ټولو زیاتې قربانیانې یې ښځې او نجونې دي.