افغانستان

له افغانانو په ځانګړې توګه له نجونو او ښځو پر ملاتړ د امریکا د سفارت د شارژدافیرې ټینګار

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د یوه ټویټ په خپرولو تېر یوه کال کې د افغانستان لپاره د امریکا د اقداماتو د تشریح ترڅنګ ټینګار کړی چې امریکا له هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ورکولو لامل شي.

هغې په دې ټویټ کې لیکلي: «ویاړم چې د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت مشري پر غاړه لرم. زه د افغانستان له استازو او وګړو سره خبرو اترو ته چمتو یم او د صادقانه او پرانیستو اړیکو رامنځته کېدو ته په تمه یم.»

هغې په دوام کې لیکلي چې موږ به له متحدینو، شریکانو او خپلو همګټو ملاتړو سره د افغانانو، د افغانستان د بېلابېلو کلتورونو درناوي، د امریکا د ګټو پرمخ بېولو او د نړیوالو قوانینو د دودولو ملاتړ لپاره همکاري وکړو.

اغلې ډیکر په دوام کې د دې په بیانولو چې په داسې له ننګونو ډکو او ستونزمنو شرایطو کې له افغانانو د قطر د ملاتړ دوام زما لپاره د ستایلو وړ دی لیکلي: «دا خپله په سیمه کې د سولې او ثبات په درشل کې د قطر د ژمنتیا یوه پیاوړې نښه ده.»

هغې دې ته په اشارې چې امریکا افغانستان ته د بشردوستانه مرستو ترټولو لوی وړاندې کوونکی ګڼل کېږي زیاته کړې: «د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې تر ۱.۱ میلیارد ډالرو زیاته مرسته برابره کړې ده.»

د امریکا سفارت نوې شارژدافیرې کرن ډیکر په پای کې ټینګار کړی چې امریکا د اساسي اړتیاوو پر برابرلو سربېره له هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه دود او پياوړي کړي.

دا په داسې حال چې په تېرو ورځو کې د زندانیانو د خوشي کولو لپاره قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو خبرو اترو نتیجه ورکړې او په لومړي مورد کې د طالبانو ترټولو لوی مالي ملاتړی بشر نورزی له امریکایي مارک فریریکس سره بدل شو.