د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دوی د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیونې د حکم په صادرېدو سره همماله یو شمېر ښځې او د بشر حقونو فعالان د جرمونو د نړیوالې محکمې څخه غواړي څو د دې حکم په اجرايي کېدو سره، طالبانو ته د مشروعیت ورکونې مخه ونیسي.
له دې مخکې طالبانو د یاد حکم په اړه ویلي، دوی د جرمونو نړیوالې محکمې لپاره د هیڅ راز مشروعیت او صلاحیت ورکولو ته قایل نه دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دوی د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیونې د حکم له صادرېدو څخه د دوو ورځو په تېرېدو سره دغه پرېکړه د هېواد د نجونو او ښځو له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.
دوی وايي، دغه حکم باید د کاغذ پرمخ پاتې نهشي.
د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «مونږ فقط غواړو چې نړۍ زمونږ غږ واوري. که د جرمونو نړیواله محکمه دغه حکم اجرا کړي ښايي وړې نجونې بیا ښوونځیو ته لاړې شي. مونږ د ژوند کولو او تحصیل څخه ډېر څه نه غواړو.»
د ازادۍ فانوس دغورځنګ یوه غړې وايي: «د بې شمېره غیرانساني تاوتریخوالو له کبله محکمې ته د طالبانو د دوو دیکتاتورو او ظالمو څېرو ملاهبت الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني د راکاږلو او د دې فرمان د ژر اجرايي کېدو غوښتونکې یم.»
له بلې خوا د بشري حقونو یو شمېر فعالان هم د دې حکم هرکلی کړی او وايي، هیله لري چې له دې حکم وروسته هغه هېوادونه او ادارې هم وڅارل شي او ځواب ویوونکي وګرځي چې هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې عادي کړي.
د بشري حقونو فعاله مسعوده کوهستاني وايي: «هیله لرم په دې حکم سره هغه هېوادونه او بنسټونه چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په هڅه کې دي، هم تر څار او ارزونو لاندې ونیول شي.»
ورته مهال په تبعید کې د افغانستان د ښځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې د جرمونو نړیوالې محکمې له وروستي حکم څخه، چې د طالبانو د یو شمېر مشرانو پر ضد صادر شوی، هرکلی کړی او دا یې د عدالت، ځواب ویلو، او د افغان ولس، په ځانګړي ډول د ښځو پر ضد د ترسره شویو جنایتونو د رسمي پېژندنې په لور یو هیلهمن ګام بللی دی.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو غورځنګ وايي: «په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو سره د خبرو پر لور روانه ده، د هاګ د نړیوالې محکمې دا پرېکړه د طالبانو د مشرانو پر ضد، په دا ډول شرایطو کې، د افغان ښځو د غږ د اورېدو لپاره د عدالت پیل او د هیلو یوه نښه بلل کېږي.»
له دې مخکې طالبانو د یاد حکم په غبرګون کې ویلي، دوی د جرمونو نړیوالې محکمې ته د هیڅ راز مشروعیت او صلاحیت ورکولو قایل نه دي خو برعکس، دغه حکم په تېرو دوو ورځو کې له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.