ورزش

چلسي فلومیننزه ته په ماته ورکولو د کلبونو نړیوال جام پایلوبې ته ورسید

د ۲۰۲۵م کال کلبونو د نړیوال جام د نیمه‌پایلوبې په لومړۍ لوبه کې چلسي ۲-۰ د برازیل فلومیننزه لوبډلې پر وړاندې لوړ ګام اوچت کړ او د اتلولۍ لپاره یې د لومړنۍ لوبډلې په توګه پایلوبې ته لار ومونده.

ژایو پدرو دواړه ګولونه په ۱۸مه او ۵۶ دقیقو کې ووهل.

د سویلي امریکا د استازي په حذفېدو سره دمګړی دغه جام د اروپا د یوه استازي په لاس کې دی.

ریال ماډرید او پاریسن‌ژرمن ترمنځ له کېدونکې لوبې وروسته به ګټونګې لوبډله له چلسي سره سیالي کوي چې نن شپه معلومېږي.