د دوحې بهیر د کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته؛ پرون سه شنبې ماښام ناوخته د جزییاتو له خپرېدو پرته پای ته ورسېده. یوناما چې د دې ناستې جوړوونکی و، د دې راپور تر خپرېدو هم د آمو ټلویزیون پوښتنو ته کوم ځواب نه دی ورکړی او نه هم طالبانو د دې ناستې د څرنګوالي په اړه جزییات ورکړې دي.
بلخوا، د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د هېواد اوسېدونکي بیا ټينګار کوي، چې د دا ډول ناستو جزییات باید د افغانستان له خلکو سره شریک شي.
له نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ د دوحې د کاري ډلې درېیمه ناسته او د خصوصي برخې د پراختیا په اړه دویمه ناسته پرون سه شنبې پای ته ورسېده. دغه دوه ورځنۍ ناسته د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د قطر په دوحه کې پيل شوې وه.
خو د دې دوه ورځنۍ ناستې په اړه جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما، د دې راپور تر خپرېدو، د آمو پوښتنو ته کوم ځواب نه دی ورکړی او طالبان هم تر دې مهاله د دې ناستې په اړه چوپه خوله دي.
د ملګرو ملتونو په خبره، دا ناستې د دوحې د بهیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکو ارزونو پر بنسټ په دوحه کې ترسره شوې. خو د هېواد اوسېدونکي بیا د دې ناستې له پایلو تمې لري او وایي چې د دا ډول ناستو جزییات باید له خلکو سره شریکې شي. دوی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړي، چې له طالبانو سره په تعامل کې باید د افغانستان د بشري حقونو مسئلې ته لومړیتوب ورکړل شي.
د کابل اوسېدونکي وايي: «له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده، چې باید زموږ غږ واوري، زموږ د ښځو او نجونو غږ؛ ځکه موږ مظلومې یو او دلته تر ظلم لاندې یو. له خپلو لومړنیو حقونو چې زده کړې او تحصیل دی محرومې شوې یو. موږ غواړو چې نړۍ په ځانګړي توګه ملګري ملتونه زموږ غږ واوري او یو جدي اقدام وکړي تر څو له دغه ظلم او ستم څخه وژغورل شو.»
د کابل یوه بل اوسېدونکي هم آمو ته وویل: «له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړو چې د خلکو غږ واوسي. د تعلیم او ښه ژوند حق لپاره اقدام وکړي.»
ملګرو ملتونو تل ټینګار کړی چې د دوحې د بهیر، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکو ارزونو او همداراز د موزاییک طرحې تر چطر لاندې د افغانستان د مسئلې د حل په لټه کې دي؛ خو د ملګرو ملتونو دغه هڅې له یو لړ غبرګونونو سره هم مخ شوې دي. د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې په داسې ناستو کې باید د افغانستان د خلکو لومړیتوبونه په دقت سره مطرح او په اړه یې خبرې وشي.
د دې دوه ورځني ناستې په څنډو کې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په غیر رسمي ناستو کې د چین، پاکستان او روسیې له سفیرانو او ځانګړو استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د اسلامي همکاریو سازمان هم اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي د دې ناستې په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د افغانستان په اړه لیدلې دي.