سیاست

د دوحې کاري ډلو ناسته نن د طالبانو په ګډون پیل شوه

File photo from 2024 working groups meeting in Doha, Qatar.

د دوحې د کاري ډلو ناسته، نن د طالبانو د اووه کسیز پلاوي په ګډون په قطر کې پيل شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي آمو ته وایي، چې په دې ناسته کې تخنیکي کاري ډلې له نشه یي توکو سره د مبارزه او په افغانستان کې د خصوصي برخې د پراختیا موضوعات ارزوي. یوناما زیاته کړې چې په ناسته کې، د غړو هېوادونو استازي، طالبان، ملي او نړیوال کارپوهان او ښځې برخه لري.

دغه ناسته د یوناما په ابتکار جوړه شوې ده. طالبانو هم ناسته کې د ګډون په موخه، خپل اووه کسیز پلاوی دوحې ته استولې دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د درملنې د ملي پروګرام رئیس انعام الله حماد، ، د خدماتو د وړاندې کولو د معینیت ستر سلاکار هدایت‌الله اوریاخېل، ، او د طالبانو د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، کرنې او اوبو لګولو وزارتونو استازي، په دې ناسته کې برخه اخیستې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ګډ پلاوی د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د کوکنارو د کر، او د مخدره موادو د تولید د مخنیوي او بندېدو په اړه به خبرې وکړي.

ورته مهال، د چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، لا هم وختي ده چې د دې ناستې د واقعي پایلو په اړه قضاوت وشي.

یوناما آمو ته وایي چې د دوحې د بهیر د کاري ډلو په غونډه کې د غړو هېوادونو استازي، طالبان، ملي او نړیواو تخنیکي کارپوهان او د ښځو استازي ګډون لري څو د نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکټور د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولي یا (یوناما) ویلي: «دا غونډه، چې د جون میاشتې له دېرشمې پيل او د جولای تر لومړۍ نیټې به د قطر په دوحه کې دوام وکړي او کوربه توب یې د یوناما پر غاړې ده، دوه کاري ډلې به له یو بل سره خبرې وکړي. دغه ناستې د تېر کال د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې د دوام په توګه تنظیم شوې دي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې د دې ناستې موخه د خصوصي سکتور له لارې د هېواد اقتصادي ستونزو ته رسېدنه ده.

د دوحې د بهیر د کاري ډلو ناسته د دوه ورځو لپاره په قطر کې ترسره کېږي او سبا به هم دوام ولري. خو یو شمېر منتقدین وایي چې په دې ناسته کې پر هغو اجنډاوو بحث کېږي چې د طالبانو خوښه پرې وي.