د ایران د اردبیل ولایت د ګرمي مغان ولسوالۍ قوماندان، طاهر فعال، وایي چې ۱۸ تنه افغان کډوال په دې سیمه کې نیول شوي دي.
د ایران چارواکي افغان کډوالو ته د «بېسنده بهرني وګړو» اصطلاح کاروي.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه ویلي دي: «د ګرمي مغان ولسوالۍ د پولیسو مأمورینو د هجرت پلان د بېاجازه او بهرنیو وګړو د راټولولو په موخه، د خلکو د غوښتنو په ځواب کې، د ۲۴ ساعتونو لپاره پلي کړ.»
د ایران د ګرمي مغان د پولیسو قوماندان زیاته کړې: «د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې د تګلارې د پلي کولو په لړ کې، چې موخهیې د بېسنده بهرنیو اتباعو پېژندنه او خپلو هېوادونو ته ستنول دي، او همدارنګه د هغه قانون د تطبیق لپاره چې د هر ډول بېاجازه بهرني حضور جرم ګڼي، د قضایي مراجعو له همغږۍ وروسته، ۱۸ تنه بېسنده بهرني وګړي په ګرمي ولسوالۍ کې نیول شوي او د هغوی د انتقال لپاره لازم اقدامات شوي دي.»
دغه ایراني چارواکي د خپل هېواد وګړو ته ټینګار کړی چې د کدوالو انتقال، ساتنه او کار اخیستل «غیرقانوني» دي، او هر څوک چې دا «جرمونه» وکړي، قانوني تعقیب به شي او قضایي مراجعو ته به معرفي شي.
طاهر فعال له خلکو او د ایران له وګړو غوښتي چې د کډوالو اړوند خبرونه او معلومات د دغه هېواد د پولیسو د بیړني مرکز ۱۱۰ سره شریک کړي، څو ژر تر ژره اقدام وشي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې، له اسراییلو سره د ۱۲ ورځني جنګ وروسته، د مهاجرینو جبري ایستل زیات کړي دي؛ د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د کډوالو د جبري ایستلو ورځنی اوسط له دې هېواده شاوخوا ۳۰ زرو تنو ته رسېږي.
د ایران چارواکو تر دې وړاندې د افغان کډوالو ته د روان کال تر ۱۵م سرطان پورې وخت ورکړی و چې په خپله خوښه دا هېواد پرېږدي؛ که نه، د نیول کېدو او جبري ایستلو له خطر سره به مخ شي.