سوداګري

سرچینې: پاکستان د غلام خان بندر دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده

سرچینې آمو ته وایي، چې د پاکستان حکومت نن یکشنبه (د چنګاښ ۸مه) د خوست ولایت اړوند د غلام خان بندر دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

سرچینې  زیاتوي، چې پاکستاني لوري  له کوم رسمي دلیل پرته دغه بندر تړلی او د بار وړونکو لاریو چلوونکو ته یې ویلي، چې له بلې لارې دې خپل تګ راتګ ته ادامه ورکړي. د سرچینې په وینا، تر اوسه د بندر د تړل کېدو مشخص علت نه دی څرګند شوی.

په تېرو کلونو کې هم دا بندر څو ځل د بېلابېلو سیاسي او امنیتي دلایلو له امله د پاکستان لخوا تړل شوی، چې له امله یې د سوداګرو تر څنګ، عام ولس ته هم ستونزې او مالي زیانونه رسېدلي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې هم دا بندر له شاوخوا درې اونیو لپاره تړل شوی و، چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو له پایلو وروسته بېرته پرانیستل شو.

سرچینې وایي، چې د غلام خان بندر ناڅاپي تړل کېدل، د خوست او پکتیا ولایتونو له اوسېدونکو سربېره افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اړوي. د سرچینې په خبره، ډېری واردات او صادرات له همدې لارې کېږي.

بلخوا د  بار وړونکو موټرو مالکان او سوداګر وايي، چې د بندر ناڅاپي تړل د هغوی فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي، چې دواړه لوري دې د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لاره خپله کړي.

تر اوسه د پاکستان له خوا د بندر تړلو رسمي دلیل نه دی ورکړل شوی، او د طالبانو چارواکي وايي، هڅه کوي د ستونزې د حل لپاره له پاکستاني اړخ سره اړیکه ونیسي.

غلام خان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي، چې د خوست ولایت له لارې د پاکستان شمالي وزیرستان سره نښلوي. دا بندر د کال په اوږدو کې د زرګونو ټنه سوداګریزو توکو، په ځانګړي ډول تازه میوو، سبزیجاتو، درملو او صنعتي موادو د وارداتو او صادراتو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د تازه میوو او سبزیجاتو د فصل په رسېدو سره، د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر سوداګرو د فشار د وسیلې په توګه د غلام خان، تورخم او سپین بولدک په ګډون یو شمېر مهم ټرانزیټي بندرونه تړل کېږي.

دغه محدودیتونه، چې اکثر وخت پرته له مخکنۍ خبرتیا ترسره کېږي، د افغان سوداګرو د مالونو د خرابېدو، د ټرانسپورتي لګښتونو د لوړېدو او د وخت د ضایع کېدو لامل کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري، چې د پاکستان دا ډول تګلاره نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز باور ته زیان رسوي، بلکې د افغانستان پر اقتصاد، کرنه او صادراتو مستقیم منفي اغېز کوي.