نړۍ

د اوکراین جګړې ته د لا زیاتو ځواکونو د لېږلو لپاره د پوتین خبرداری

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د چهارشنبې پر ورځ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د احتیاط ځواکونو د راټولولو فرمان صادر کړ او لوېدیځ ته یې خبرداری ورکړ، هغه څه ته چې نوموړی یې «اټومي باج اخیستل» بولي دوام ورکړي مسکو به په ټولو امکاناتو سره هغوی ته ځواب ورکړي.

پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې خپل ولس ته وویل: «که زموږ د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ شي موږ به د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلو.»

د روسیې د دفاع وزیر شرګي شویګو په خپل له مخکې ثبت شوي پیغام کې چې د ښاغلي پوتین له خبرو وروسته خپور شو وویل، نږدې ۳۰۰ زره تنه خدمت ته غوښتل شوي دي.

د پوتین نسبي راټولول د اوکراین پر سر نښتې د پام وړ په کچه سختوي او دا په داسې حال کې ده چې روسیه له اوکراین سره په ځوابي بریدونو بوخته ده چې ځواکونه یې شاتګ او د ځینو نیول شویو سیمو تسلیمولو ته اړ ایستلې دي.

د اوکراین پوځ لپاره دغه بریالیتوبونه په داسې حال کې لاسته راغلي چې امریکا او د لوېدیځ نورو هېوادونو پرمختللي پوځي وسایل کیف ته ورکړل.

د بریتانیا د دفاع وزیر د پوتین دغه څرګندونې «د اوکراین په یرغل کې د ماتې اعتراف» بللی دی.

پوتین وویل چې د نسبي پوځي تیاري په لړ کې له روسیې د دفاع لپاره د دې هېواد دوه میلیونه ذخیره ځواکونه چمتو دي. نوموړی وایي چې لوېدیځ هېڅکله په اوکراین کې د سولې غوښتونکی نه دی.

هغه دې ته له اشارې پرته چې په خپله پر اوکراین د برید پیلوونکی دی، ادعا کوي: «د لوېدیځ موخه د روسیې تجزیه او له منځه وړل دي.»

پوتین د اوکراین اټمي مرکز ته په اشارې سره چې په اروپا کې تر ټولو لوي مرکز دی، وویل: «اټومي باج اخیستل هم کارول شوي دي.»

نوموړي د هغو هېوادونو لوړپوړي چاروکي چې د ناټو مشري کوي تورن کړل چې د «روسیې پر خلاف د ډله ییزې وژنې وسلو د کارولو د امکان» په اړه څرګندونې لري.

نوموړي خبرداری ورکړ: «هغو کسانو ته چې ځان ته یې د روسیې په اړه د دا ډول څرګندونو اجازه ورکړې یادونه کوم، زموږ هېواد هم د تخریب بېلابېل ابزار او ځینې برخې یې د ناټو هېوادونو په پرتله مډرن دي.»