د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۵ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي ترکیې ته د خپل سفر په دوام، صنیع الله فرهمند یې په انقره کې د سفیر او د طالبانو د ځانګړي استازي په توګه معرفي کړی دی.

دغه وزارت، په ترکیه کې د امیرخان متقي په شتون کې د طالبانو د نوی سفیر د معرفي غونډې یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

خو د طالبانو دغه اقدام، د یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو، د هېواد اوسېدونکو او د بشري حقونو د فعالانو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او په ترکیه د افغانستان وروستی سفیر، امیرمحمد رامین هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د آمو اړیکو ته ځواب ور نه کړ.