افغانستان

کندهار کې زرګونه غواګانې د پوستکي پر یو ډول ناروغۍ اخته شوې دي

په کندهار کې د غواګانو فارم لرونکي وایي، چې په دغه ولایت کې د يوې تازه خپرې شوې ناروغۍ له امله يې غواګاني له څو ورځنۍ ناروغۍ وروسته له منځه ځي.

دوی وایي دغه لړۍ اوس هم روانه ده، خو تر اوسه يې مسوولينو د مخنیوي لپاره له دوی سره مرسته نه ده کړې.

جمېل احمد د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د ذاکرشريف سیمې اوسېدونکی دی او د مالدارۍ له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

جمېل وایي: «دغه ناروغي راغلې، پر غواوو مو داني پیدا کېږي او بيا له منځه ځي.»

د پوستکي دغه ډول ناروغي تر ډېره په غواګانو کې پيدا کیږي.

د کندهار د څاریو د ناروغيو د ارزوني او تشخيص د مرکز مشر عبدالرشيد وایي دغه ناروغي ساري او د مخنیوي لپاره یې باید فارم لرونکي د څارويو د ساتني د چاپيريال نظافت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کندهار د کرني او مالدارۍ رياست د حيواني روغتيا د برخي مسوولين هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي.

د دغې برخي مشر محمدحميد وایي تر اوسه په کندهار کې پر دې ناروغۍ ۱۶ زره غواګاني اخته شوي، چي له ډلي يې ۱۲۰۰ له منځه تللې دي.

نوموړی وایي، يوه مرستندويه بنسټ د څارویو د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسين د چمتو کولو ډاډ ورکړی.

د پوستکي د دغې ناروغۍ له امله د څارويو په ځانګړي ډول د غواوو پر پوستکي داني راڅرګندېږي، چې وروسته د همدې ناروغۍ د پراختيا له امله څاروي له منځه ځي.

دا مهال د څارویو دغه ناروغي د کندهار ولایت په ټولو برخو کې خپره شوې ده.