افغانستان

امریکا د افغانستان د مخکیني پوځ الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته ورکوي

د مخکیني حکومت د دفاع وزارت انځور

 “پولیټیکو امریکايي رسنۍ یوه راپور کې لیکلي، چې امریکا غواړي د افغانستان د مخکیني پوځ ۴۶ پوځي الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته ورکړي.

دغې ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه هېواد د افغانستان د هغو ۴۶ پوځي الوتکو د سپارلو په اړه له تاجکستان او ازبکستان سره د خبرو اترو په حال کې دی، چې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته دې هېوادونو ته بېول شوې دي.

پولیټیکو په دوام کې د امریکا د دفاع وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي، چې هغوی (امریکا) ازبکستان او تاجکستان ته د رسېدلو الوتکو د شرایطو د څېړلو لپاره د پلان جوړولو په حال کې دي ترڅو پوه شي، چې ایا دغه پوځي الوتکې الوتنه کولای شي یا نه.

دغه امریکایي چارواکي چې راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی ویلي، چې امریکا د دغو الوتکو په بدل کې روسیې ته نږدې له دواړو اسیايي هېوادونو غواړي چې له دغه هېواد (امریکا) سره د ترهګرۍ ضد بریدونو په ترسره کولو مرسته وکړي.

په دې لړ کې ویل کېږي چې د امریکا د نفوذ په اړه د روسیې د حساسیت له امله په منځنۍ اسیا کې مذاکرات نه دي ټولیز شوي.

په همدې حال کې د مخکیني پوځ یو شمېر جنرالان د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرواترو کې وایي، چې د امریکا دولت باید د افغانستان الوتکې نورو هېوادونو ته ونه سپاري.

د افغانستان د دفاع وزیر د دفتر مخکیني رییس جنرال عبدالرووف ارغندیوال د پورته خبرو په تایید وویل: «که څه هم د دې شونتیا چې تاجکستان او ازبکستان د امریکا دغه وړاندیز ومني کمه ده؛ خو امریکا باید په افغانستان کې د یوه مشروع نظام تر واکمنېدو د افغانستان د الوتکو په اړه پرېکړه ونه کړي.»

هغه د دې په بیانولو چې افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ په ګاونډیو هېوادونو له دې جملې ازبکستان او تاجکستان کې د داعش د حضور خطر زیات کړی وویل: «دغه دوه هېوادونه د افغانستان د مخکیني دولت الوتکو ته اړتیا نه لري.»

هغه په دوام کې زیاته کړه: «(ازبکستان او تاجکستان) د هغوی جغرافیایي موقعیت او تر واک لاندې سیمو ته یې په پام افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن اوسېدای شي؛ خو زموږ الوتکې چې په ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي د دغو دوو هېوادونو د مُډل له تخنیک سره ډېر توپیر لري.»

ارغندیوال ټینګار وکړ: «که امریکا وغواړي د خوندیتوب او تخنیکي مسایلو له پلوه له دغو هېوادونو ملاتړ وکړي دا موضوع لږ وخت نیسي.»

که څه هم د سقوط پر مهال د پوځ د الوتکو کره شمېرې او اطلاعات نشته؛ خو د افغانستان د ملي پوځ یو غړی د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «زموږ هوایي ځواک ۹۷ الوتکې لرلې؛ خو د جمهوریت پرمهال زما آند په ټوله کې ۲۰۰ الوتکې مو په واک کې وي. موږ چې په هوایي ځواکونو کې کار پرې کاوه د چورلکو په ګډون ۹۷ الوتکې وې.»

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم واخیستل شي ټینګار وکړ: «اوسمهال ۴۷ الوتکې په ازبکستان او ۱۹ الوتکې په تاجکستان دي او پاتې نورې الوتکې ښایي په افغانستان کې وي. هندۍ ام ډي ۵۳۰ الوتکې چې جنګي الوتکې وې پرزې پرزې شوې دي او امریکایانو له ځان سره لېږدولې دي.»

یوې بلې سرچینې هم چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم راشي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل ‎چې د افغانستان د مخکیني پوځ په واک له ټولو ۲۵۰ الوتکو څخه په وروستیو کې ۱۰۰ یې د کارولو وړ نه وې.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ د جمهوریت له پرځېدو وروسته «رویټرز» خبري اژانس راپور ورکړ چې د افغانستان مخکیني پوځ سلګونه سرتېري د ۲۲ پوځي الوتکو او ۲۴ چورلکو په کارولو ازبکستان ته تښتېدلي دي.

د دغه راپور له مخې په ټوله کې د سقوط پر لومړۍ ورځ ۵۸۵ سرتېري ازبکستان ته دننه شوي دي.

له هغې یوه ورځ وروسته د ازبکستان د دفاع وزارت اعلان کړی و چې د دغه هېواد رادار د افغانستان یوه پوځي جېټ الوتکه چې د دې هېواد هوایي حریم ته دننه شوې وه نسکوره کړې ده.

طالبانو تر اوسه څو ځله افغانستان ته د دغو الوتکو د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده. خو دغه غوښتنه د امریکا له خوا رد شوې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملایعقوب مجاهد د وږي پر شپږمه نېټه کابل کې په یوه خبري ناسته کې تاجکستان او ازبکستان هېوادونو کې د افغانستان پوځ د چورلکو د برخلیک په اړه وویل، چې هغوی په دې هکله د تاجکستان او ازبکستان له چارواکو سره خبرې اترې کړې دي؛ خو «امریکایان افغانستان ته یې د بېرته لېږد لپاره دغو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي.»