افغانستان

په لغمان او کونړ کې د ماهیانو د روزنې ۸ حوضونه جوړ شول

دا تکثیري فارم دی او دوی په هېواد کې د کبانو روزنې مینه والو ته د روزنې لپاره کوچني ماهیان ویشي او دغه فارم د القاح صالون هم لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي؛ چې په لغمان او کونړ کې یې د ماهیانو د روزنې اته حوضونه جوړ کړي چې موخه یې خلکو ته د کاري زمینې رامنځته کول او خوراکي توکو ته لاسرسی دی.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې په وینا، د ماهیانو د روزنې هر حوض، د یو نیم ټن د ماهي غوښې د تولید وړتیا لري.

د ماهیانو د روزنې دغه حوضونه، د سعودي عربستان د پراختیايي صندوق، د اسلامي پراختیایي بانک او د اسلامي همکاریو د سازمان په مالي ملاتړ، د لغمان په قرغیو او د کنړ په سرکانې ولسوالیو کې جوړې شوې دي.