د ایران ولسي جرګې نن چهارشنبه په یوه ناسته کې د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د همکاریو د ځنډولو طرحه تصویب کړه.
یاده طرحه د ۲۲۳ حاضر استازو له ډلې څخه د ۲۲۱ موافقو، پرته له مخالف رأی او یوازې د یوه ممتنع رأی سره تصویب شوه.
د ایران د ولسي جرګې استازو دا سازمان ځکه وغانده چې د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تأسیساتو د بریدونو غندنه یې نه ده کړې.