بامیان ولایت کې یو شمېر هغه نجونې چې پوهنتون او ښوونځيو ته له تږ څخه پاتې شوې دي، وايي چې هڅه کوي د آنلاین پلور له لارې د خپل ژوند لګښتونه برابر کړي، خو تر اوسه په دې کار بریالي شوې نه دي.
د دوی په خبره؛ دغه ولایت کې د خلکو اقتصادي کمزورتیا او برېښنا او انټرنټ ته محدود لاسرسی، د دې لامل شوی چې خلک له آنلاین پېر او پلور څخه کمه ګټه واخلي او دې بازار ته زیاته پاملرنه و نه کړي.
عاصمه د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د دویم کال محصله وه، خو له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې ، له زده کړو پاتې شوه. اوس عاصمه په بامیان ښار کې د ښکلا د توکو یو کوچنۍ پلورنځۍ لري او وایي چې خپل توکي د انلاین پلور له لارې هم خرڅوي.

د بامیان ولایت یو پلورونکی، عاصمه ، وايي: «ما د فیسبوک، انسټاګرام او ټیلیګرام له لارو د پلور تجربې وکړې، ومو لیدل چې ښه خرڅلاو لري، نو موږ هم انلاین کار پیل کړ.»
یوشمېر نورې نجونې بیا چې له ښوونځیو پاتې شوې دي او له خپلو کورونو د انلاین پلور کاروبار پرمخ وړي، وايي چې تر ټولو لویه هیله یې دا ده چې یو ځل بیا د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي، څو خپلې زده کړې بشپړې کړي.
ساجده وايي: «هیله مې دا وه چې یوه ښه دنده ولرم او خپل وطن ته خدمت وکړم، خو له بده مرغه د ښوونځیو دروازې وتړل شوې.»
یوه بله پلورنکې انایتا وایي: «څلور کاله کېږي چې د ښوونځيو دروازې زموږ پر مخ بندې دي، زموږ تر ټولو لویه هیله دا ده چې بېرته ښوونځيو ته ولاړې شو، خو اوس یوازې یوه پلورونکې یم څو د ژوند ستونزې حل کړم.»
دغو بامیاني نجونو هیله څرګنده کړې چې یوه ورځ بېرته ښوونځيو او پوهنتون ته ستنې شي، او ژوند بېرته خپل ریښتینی مفهوم ومومي.