د اسراییلو پوځ وايي چې د دوی د شنبې د ورځې (د غبرګولي۳۱) په بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وسلو د انتقال دوه قوماندانان وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ په «ایکس» کې ویلي، چې د سپاه پاسداران د هوايي ځواک د دوهم ډرون واحد قوماندان، او بهنام شهریاري د قدس ځواک د وسلو د انتقال مسوول، بهنام شهریاري په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.
د بیان له مخې، بهنام شهریاري په لویدیځ ایران کې په خپل موټر کې په نښه شوی دی. اسراییلي پوځ هغه د ایران له خوا منځني ختیځ ته د ټولو وسلو د انتقال مسوول ګڼي. د دوی په وینا، ښاغلي شهریاري له کلونو راهیسې د حزبالله، حماس، حوثیانو او نورو ډلو سره مستقیمې اړیکې لرلې، او هغه راکټونه او توغندي چې تازه پر اسراییلو ویشتل شوي، هم ده برابر کړي دي.
همداراز، ویل شوي چې بهنام شهریاري هر کال له ترکیې او لبنان څخه د جعلي شرکتونو، صرافیو او د پیسو د قاچاق له شبکو په وسیله د سلګونو میلیونو ډالرو انتقال مسؤلیت هم درلود.
تر اوسه د ایران چارواکو د دغو دوه لوړپوړو قوماندانانو د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې، د اسراییلو د دفاع وزیر، اسراییل کاتز، ویلي وو چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د فلسطین د چارو قوماندان، سعید ایزدي، هم په قم ښار کې د دوی په برید کې وژل شوی دی.
کاتز ویلي، ایزدي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس ډلې د برید لپاره د مالي او تجهیزاتي ملاتړ مسؤل و.