امریکایي او اروپایي ډیپلوماتانو «سيبياس» ته تایید کړې، پټې خبرې روانې دي، چې څوک به د ایران راتلونکی مشر وي، او دا چې څنګه کیدای شي د ایران هستوي تاسیسات، مواد، او د احتمالي نظامي بریدونو چاپېریالي او روغتیایي پایلې د سیمې متحدینو ته خوندي کړل شي.
همداراز، یو امریکایي او یو اروپایي ډیپلومات «سيبياس» ته ویلي، چې ډیپلوماسي به د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې خپل «وروستی چانس» وکاروي، څو د ایران او اسرائیل ترمنځ روان کړکېچ پای ته ورسوي. دا هغه کړکۍ ده چې همدا اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلاصه کړه. اوس هغه پرېکړه کوي چې آیا امریکا به د اسرائیل د احتمالي برید ملاتړ کوي که نه.
دا هڅې د غبرګولي پر ۳۰مه (جون ۲۰مه) ترسره شوې، کله چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په جینوا کې له اروپایي چارواکو سره د اسرائیلي بریدونو او د امریکا د نظامي حضور د زیاتوالي پر سر بحث وکړ.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو، د بریټانیا وزیر ډیویډ لمي، د آلمان وزیر یوهان واډفول، او د اروپایي ټولنې لوړپوړې ډیپلوماته کاجا کالاس د دې لیدنې برخهوال وو. لمي د پنجشنبې په ورځ هم په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او د ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف سره لیدلي وو.
د جینوا ناسته نږدې څلور ساعته وغځېده – دوه برابره د پلان شوې مودې څخه – او وروسته بارو وویل، چې نورې خبرې هم شته، او خبریالانو ته یې وویل: «د ایران د هستوي پروګرام ستونزه یوازې د نظامي وسیلو له لارې نه شي حلېدلی.»
ډیویډ لمي هم روښانه کړه: «موږ واضح یوو – ایران باید هستوي وسله و نه لري.»
عراقچي هم وویل چې ایران د خبرو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه: «ایران چمتو دی یو ځل بیا ډیپلوماسي و ارزوي. زه ټینګار کوم چې زموږ دفاعي وړتیاوې د خبرو وړ نه دي، خو زه چمتو یم چې ډېر ژر بیا وګورو.»
خو د ایران رهبر علي خامنهای، چې ۸۶ کلن دی، لا هم وروستۍ پرېکړې کوي. معلومه نه ده چې د اسرايیل دوامداره هوایي بریدونه او د امریکا د مداخلې احتمالي ګواښ، به نوموړی ډیپلوماټیکو خبرو ته نږدې کړي او که نه.
اوس هم د امریکا وړاندیز پر مېز پروت دی – چې ایران ته به اجازه ورکوي یو غیرنظامي هستوي پروګرام ولري، که چیرې له کورني بډایه کولو څخه تېر شي او سوخت له نورو هېوادونو وپیري.
یوه بله طرحه د عمان له خوا وړاندې شوې، چې سیمهییز کنسرسیوم جوړ شي، چې د آژانس او امریکا تر څار لاندې به ایران ته د مدني بډایه کولو اجازه ورکوي.
خامنهای تر اوسه د هغو هېوادونو وړاندیزونو ته ځواب نه دی ورکړی، چې هڅه کوي کړکېچ راکم کړي.
د ځینو سرچینو په وینا، اوس په ایران کې د انټرنټ او نړیوالو اړیکو شرایط خراب دي. سایبري بریدونو د ایران بانکي نظام فلج کړی. له همدې امله، د عراقچي سره مخامخ مذاکرات تنظیمول ستونزمن شوي.
یو ډیپلوماتي سرچینه وایي، د اسراییلو بریدونه ښايي خامنهای و وېرې چې سیګنالونه یې و نه شنل شي او هدف وګرځي.
سیبیاس وایي، هر څه چې عراقچي بحث کوي، بالاخره د خامنهای تصویب ته اړتیا لري، او د امریکا تمې د دې خبرو بریا ته ډېرې نه دي – خو دا یوه پیل دی.
یو امریکایي چارواکی وایي، لا هم نه ده روښانه چې دا ژنیو خبرې دا ښيي چې ایران د امریکا سره د مستقیمو خبرو لپاره چمتو دی، که نه. ویتکاف هم هڅه کړې چې د شخصي تماس له لارې دا پیل کړي.
اروپایي سرچینو وایي، ترکیه، عمان، ایټالیا او ناروې چمتو دي چې د امریکا – ایران ترمنځ مستقیم یا غیرمستقیم مذاکرات کوربهتوب وکړي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې مارکو روبیو ورته ویلي امریکا چمتو ده له ایران سره مستقیم مذاکرات وکړي، او دغه پیغام یې بارو ته هم رسولی.
ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې، که څه هم ایران خبرو ته راغلی، خو د رښتینو خبرو نیت نه لري.
یو امریکایي چارواکی وايي، ایران تر اوسه د امریکا وروستي وړاندیز ته نه «هو» ویلې او نه «نه» – یوازې بیانیې خپرې کړې دي. دا غبرګون د امریکا په چارواکو کې دا شک پیدا کړی چې ښايي ایران وخت ضایع کوي.
نتانیاهو ښکاره کړې چې ښايي ایران د ټرمپ نه وضاحت څخه ناوړه استفاده وکړي، او دا د خپلې یرغلګرې پرېکړې لپاره توجیه وبولي.
امریکایي سرچینې وايي، ټرمپ نه د برید اجازه ورکړې او نه یې نتانیاهو ته دا ویلي چې بریدونه جاري وساتي. په عین حال کې، ایرانیان هم نه دي مطمئن چې دا ډيپلوماسي رښتینې ده او که د نظامي اقدام پوښښ لپاره دی.
یوه سرچینه وایي، ټرمپ واقعي ډیپلوماتیک حل غواړي، او له دې وېریږي چې پوځ د یو بل نامعلوم جنګ لوري ته بوځي – خاصتاً که د ایران رژیم سقوط وکړي، نه معلومې پایلې به ولري.
ټرمپ لا هم د دې احتمالي پریکړې اختیار لري چې د «MOP» بم – یو ۳۰۰۰۰ پونډه د ځمکې لاندې بم – کار واخلي، او د فردو هستوي مرکز له منځه یوسي.
سرچینې وایي، ټرمپ کولای شي دا پرېکړه د جمعې او شنبې ورځو کې هم وکړي، کله چې د بدمینستر، نیوجرسي په ګالف رخصتۍ کې وي. هلته هم خوندي ارتباطات ورته برابر وي – هماغسې لکه ۲۰۱۷ کې چې په مار-آ-لاګو کې د سوریې برید امر ورکړ او ۲۰۲۰ کې د قاسم سلیماني د وژنې پرېکړه وکړه.
په پای کې، د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي چې خامنهای لا د هستوي وسلو د بیاپیل امر نه دی ورکړی – خو ایران دومره غنیشوي مواد لري، چې که امر ورکړ شي، ژر یې وسلو ته اړولای شي.
اوس پوښتنه دا ده: که فردو بمبار شي، آیا دا به ایران بم جوړولو ته وهڅوي، او که به یې برنامه بشپړه بنده کړي؟