له ایران سره د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې، د افغان اسعارو ارزښت د ډالر په وړاندې کم شوی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د مرکزي بانک نوي شمېرې ښیې چې د ډالر د تبادلې نرخ اوس مهال له ۷۱ افغانیو څخه ډیر شوی، او له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې، د هیواد بانکنوټونو د هر ۱۰۰ ډالرو لپاره نږدې ۲۰۰ افغانۍ ارزښت له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه بانک د افغان اسعارو د ثبات لپاره نږدې دوه میاشتې ډالر نه دي لیلام کړي.