د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، دوی داسې معلومات لري چې په ایران کې دوه د سانتریفیوژ جوړولو مرکزونه په نښه شوي دي.
تر دې وړاندې، اسراییلو ویلي وو چې دوی د شپې په اوږدو کې د سانتریفیوژ جوړولو پر تاسیساتو برید کړی دی.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالېه اداره وايي، په تهران کې د څېړنیز مرکز یوه ودانۍ هدف ګرځېدلې، چیرې چې پرمختللي سانتریفیوژ روټورونه جوړېدل او آزمایښتېدل.
دغه راز، د ایران په کرج ښار کې هم د سانتریفیوژ ټکنالوژۍ شرکت دوې ودانۍ ویجاړې شوې دي، چیرې چې د سانتریفیوژ مختلفې پرزې جوړېدې.
د دغې ادارې په وینا، دواړه یاد شوي مرکزونه تر دې مخکې د ایران له اټومي تړون سره سم د دوی تر څار لاندې وو.
سانتریفیوژونه هغه ماشینونه دي چې یورانیم غني کوي، او غني شوی یورانیم بیا هم د برېښنا د تولید لپاره د سون توکو، او هم د اټومي وسلو په جوړولو کې کارول کېدای شي.