په داسې حال کې چې پر ایران د اسرائیلو هوایي بریدونو شپږمه ورځ ده، امریکایي چارواکي دا ارزوي چې آیا په دې نظامي عملیاتو کې ورسره یوځای شي که نه.
دلته د تېرو شپو ورځو مهمو تحولاتو ته لنډه کتنه شوې او هغه معلومات شریک شوي چې تر دې دمه خپاره شوي دي:
ډونالد ټرمپ په دې جګړه کې د نظامي ګډون او د اسرائیلو بریدونو سره د یوځای کېدو ارزونه کوي. هغه د سېشنبې په ورځ له خپل ملي امنیتي ټیم سره ۹۰ دقیقې اوږده ناسته کړې ده.
د امریکا د احتمالي برید یو هدف کیدای شي د ایران فردو اټومي تأسیسات وي. دا مرکز د ځمکې په ژوره کې موقعیت لري، او یوازې امریکا داسې یوه ۱۳ زره کیلوګرامه بم لري چې کولای شي دغه تأسیسات له منځه یوسي. د بيبيسي د راپور له مخې، دا هدف کیدای شي د بریدونو په پلان کې شامل شي.
د ټرمپ مشاوران په دې پرېکړه کې سره اختلاف لري. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د امریکا مستقیم ګډون به د جګړې معادلې په بشپړ ډول بدلې کړي.
په تېرو دریو ورځو کې د امریکا د پوځ لږ تر لږه ۳۰ د سون توکو انتقالوونکې الوتکې، چې د جنګي الوتکو او بمبارونکو الوتکو د ملاتړ لپاره کارول کېږي، اروپا ته لېږدول شوې ديږي.
ایران هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی. په تېرو ساعتونو کې تهران د «فتاح–۱» په نوم یو هایپرسونیک توغندی د تلابیب پر لور توغولی دی.