بشري حقوق

ریچارډ بېنټ: په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید باید یوه قانوني مانا ومومي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د نهه‌پنځوسمې ناستې د دویمې ورځې په څنډه کې، د افغانستان په اړه جلا جلا ناستې ترسره شوې.

د دې لړۍ یوې غونډه کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ ټینګار وکړ، چې د افغانستان بشري وضعیت ته د رسېدنې لپاره یو له مهمو لارو څخه دا ده، چې په دې هېواد کې د جنسیتي آپارټایډ د رسمیت پېژندلو ترڅنګ، دا عمل باید د یو جرم په توګه هم وپېژندل شي.

په همدې ناسته کې، د بشري د حقونو د څار بنسټ څېړونکې، فرشته عباسي، خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

په یوه له دغو ناستو کې، چې عنوان یې «له غږ پورته کولو تر اقدامه؛ د افغانستان لپاره د یوه مناسب څېړنیز میکانیزم طرحه» و، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ وویل چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د جنسیتي آپارټایډ یا جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژندنه ښآیي یوه مهمه لاره وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنېټ، وايي: «موږ اړتیا لرو چې لا ډېرې لارې ومومو، هغه لارې چې د قربانیانو پر محور متمرکزې وي، تر څو حساب‌ورکونې ته لاره هواره شي. یوه له دغو لارو څخه چې د مدني ټولنو له خوا مطرح شوې او زه هم بشپړ ملاتړ ترې کوم، دا ده چې د ‘جنسیتي آپارټایډ’ مفهوم باید قانوني بڼه ومومي — دا اصطلاح له ډېر پخوا راهیسې زموږ د اوسنیو ښځو له خوا کارول کېږي، او زه یې پوره ملاتړ کوم.»

ورته مهال، په دې غونډه کې په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي د مدني بنسټونو او څېړنیزو میکانیزمونو پر ارزښت ټینګار وکړ، او ویې ویل چې دا جوړښتونه د بشري حقونو د وضعیت د څېړلو او د عدالت د تامین لپاره حیاتي رول لري.

په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی او سفیر، نصیراحمد اندیشه، وايي: «ستاسې کار د مدني ټولنو د سازمانونو په توګه ډېر مهم دی. دغې هڅې ته له همدې ځایه دوام ورکړئ او نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته یې یوسئ. زه هیله لرم او آرزو کوم چې ستاسې غږ واورېدل شي.»

په دې ناسته کې همداراز د افغانستان د بشري حقونو د سخت او پېچلي وضعیت په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده شوه.

د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې، فرشته عباسي، وايي: «په افغانستان کې اوسنی وضعیت واقعاً ناوریني بڼه لري. افغان ښځې او نجونې چې قربانیانې دي، په رښتیا سره د عدالت مستحقې دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا نهه‌پنځوسمه ناسته پرون دوشنبه، د جون په شپاړسمه نېټه پیل شوه او د جولای تر نهمې پورې به دوام ومومي. د ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان دوسیه وڅېړل شوه او ریچارډ بنېټ د شورا عمومي غونډې ته خپل وروستی راپور وړاندې کړ.