سیاست

له برطرفۍ وروسته هم د واک په ګدۍ ناست؛ عبدالکبیر لا هم سپیدار نه پرېږدي

د طالبانو د رئیس الوزراء سياسي مرستیال عبدالکبیر

د طالبانو دننه د واک د وېش او قدرت د بقا لوبه ورځ تر بلې روښانه کېږي، که څه هم عبدالکبیر شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د ریاست الوزرا له مرستیالۍ ګوښه شوی، خو لا هم د سپیدار ماڼۍ له مهمو حلقو څخه لرې شوی نه‌ دی؛ هغه که څه هم اوس د طالبانو د کډوالو چارو وزارت چارې پر غاړه لري، هغه یوه څوکۍ چې د نوموړي هېڅ خوښه نه وه، خو د ملا هبت الله لخوا  د خلیل‌الرحمن حقاني تر وژلو وروسته ورته وسپارل شوه.

سرچینې آمو ته وایي، چې د طالبانو د رياست الوزرا د مرستيالۍ له څوکۍ څخه د عبدالکبیر د ګوښه کېدو پنځه میاشتې تېرېږي خو نوموړي لا هم د ارګ ترڅنګ سپيدار ماڼۍ کې ناست دی.

نوموړی له یادې ماڼۍ د طالبانو د کډوالو چارو د وزارت څوکۍ رهبري کوي، هغه دنده چې د حلیل الرحمان حقاني تر وژلو  او د ریاست الوزرا د مرستیالۍ څخه تر لرې کېدو وروسته ورکړل شوې ده.

د مولوي عبدالکبیر  د کډوالو چارو وزارت ته نه تګ، د طالبانو د رهبر هیبت الله له پرېکړې سره د نوموړي مخالفت څرګندوي.

هغه مخالفت چې د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې ملاتړ له ځانه سره لري.

ځینو سرچینو څه موده وړاندې آمو ته ویلي وه، چې عبدالکبیر د ملا هبت الله د واک د انحصار څخه د ځینو قومي مشرانو سره د لیدنې پر مهال سر ټکولی وه.

د سرچینې په وینا، قومي مشرانو عبدالکبیر ته ویلي وه، چې د خپل واک څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلو خلکو لپاره کار وکړه. خو  عبدالکبیر قومي مشرانو ته ویلي وه، چې د حکومت ټول واک هبت الله په لاس کې اخیستی، چې د نوموړي څخه  د صلاحیت  اخیستلو پرمهال  جګړې ته لار جوړیږي.

د دې سربېره  په دې وروستیو کې په ځینو مهمو غونډو او پروګرامونو کې د طالبانو مهمو چارواکو یو ځایي  ګډون کوم چې د دوی د واکمنۍ په لومړي کال ترسترګو کېده اوس مهال نه لیدل کیږي او د جدا جدا پروګرامونو نیول هغه څه دي، چې د دوی په منځ کې اختلافات ښکاره کوي.

همداراز د تېر لوی اختر لمونځ د کندهاري طالبانو ته نږدې کسانو په ارګ کې ترسره کړ؛ خو د حقاني شبکې اړوند طالبانو او عبدالکبیر په سپيدار ماڼۍ کې ادا کړ.

د کندهاري طالبانو  او حقاني شبکې ترمنځ د واک د وېش پرمهال سپيدار ماڼۍ د حقاني شبکې په برخه رسېدلې ده.

د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده تر اوسه د ریاست الوزرا د مرستيالۍ لپاره د حقانی شبکې اړوند کوم غړی نه دی ټاکلی او دا څوکۍ همداسې تشه پرته ده.

د سرچینو په وینا، د سپيدار ماڼۍ ساتنه د حقاني شبکې لپاره له ارزښت ډکه ده. دوی غواړي په دې چارې کندهار ته دا پيغام ولېږي چې د ارګ تر څنګ يې واک شته او له خپل دریځ نه لرې کېږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د طالبانو د دغو دوو ډلو د هیبت الله په مشرۍ د کندهار طالبان او د سراج الدین حقاني په مشرۍ د ختيز او سوېل ختیز طالبان  په سیاسي سيالۍ اخته شوې.

کندهاري طالبانو په دغه څلور کلنه دوره کې هڅه کړې چې د ختیز طالبان له واکه لرې وساتي خو سراج الدين حقاني بیا تل د دغو پرېکړو او هڅو پر وړاندې درېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په لومړي ځل په خپل منځ کې اختلافات ومنل، هغه يو خبري کنفرانس ته ويلي وو چې: د نظر د اختلاف موجودیت د شخړې د موجودیت معنی نه ورکوي.

عبدالکبیر چې د طالبانو پخواني ريژیم پرمهال د طالبانو د مشرتابه شورا غړی پاتې شوی او ترڅنګ یې  د اجرائیه مشر او د ننګرهار والي دندې  هم ترسره کړې دي. اوس مهال د طالبانو بیا ځلې واک په په رسېدو سره د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال په توګه ټاکل شوی وه، چې د هغه له څوکۍ لېرې کېدل او ورسره د کډوالو وزارت د وزیر په توګه ټاکلو یې، د طالبانو دننه د سیاسي خوځښتونو او احتمالي اختلافاتو ښکارندویي کوي.