افغانستان

طالبان په پنجشېر کې یوه درې زره کسیزه لوا جوړوي

File Photo

دوې باوري سرچینې د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په یوه فرمان کې د پنجشېر په دشتک سیمه کې د یوې لوا او په دغه ولایت کې د ۲۵۰ نویو پوستو د رامنځته کولو امر کړی او په اړه یې کار سخت دوام لري.

دغه سرچینې زیاتوي چې طالبانو پرېکړه کړې ترڅو د دغې لوا په رامنځته کولو سره د پنجشېر اوسېدونکي په خپلو لیکو کې جذب کړي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قوماندان محمد طیب حقاني د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې د دغې لوا د رامنځته کولو په تړاو کار روان دی او د ۲۵۰ نویو پوستو له منځه یو شمېر یې جوړې شوې دي.

هغه په دوام کې زیاته کړه: «پنجشېر کې پوځي عملیات درول شوي او د لوا او ۲۵۰ نویو پوستو د جوړولو چارې دوام لري. په دغو تشکیلاتو کې به د پنجشېر اوسېدونکي د امارت (د طالبانو ادارې) په لیکو کې جذب شي.»

حقاني په دوام کې ادعا وکړه چې “پنجشېر کې مو مقاومت کوونکي ووژل“ او اوسمهال په دغه ولایت کې زموږ عملیات درول شوي دي.

د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو د جلب او جذب رییس حسن البنا د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل چې د طالبانو په لیکو کې د پنجشېري ځوانانو د جلب او جذب په برخه کې له څلورو میاشتو راهیسې کار پیل شوی او لا هم دوام لري.

هغه زیاتوي: «دوې میاشتې کېږي چې په رسمي توګه مو کار پیل کړی او تر اوسه لسګونه پنجشېري ځوانان د امارت (طالبانو) له لیکو سره یو ځای شوي دي.»

پوځي کارپوه ندیم افضلي د دې په ویلو چې پنجشېر کې د لوا رامنځته کول په دغه ولایت کې د جګړې پر لیکو کومه اغېزه نه لري زیاته کړه: «د دې لوا د جوړولو موخه د پنجشېر د خلکو ترمنځ د تفرقې رامنځته کول دي ترڅو هغوی پر دوو ډلو ووېشي.»

د هغو شمېرو له مخې چې د آمو ټلویزیون خبریال ته رسېدلې دي طالبان په پنجشېر کې ۷ زره او ۵۰۰ جنګیالي لري او له مقاومت جبهې سره د مبارزې لپاره کله ناکله له مرکز او ځینو ولایتونو څخه د تازه دمي ځواکونو غوښتنه کوي.

پنجشېر کې دوې سرچینې وایي چې تر اوسه په دغه لوا کې د طالبانو له خوا کابو ۱۵۰ تنه جذب شوي دي او هڅې روانې دي ترڅو ډېری کسان یې د دغه ولایت اوسېدونکي وي.

د پنجشېر یوه اوسېدونکي رحمت الله آمو ته وویل چې تازه له طالبانو سره یو ځای شوی دی. هغه وایي چې تر دې مخکې یې سلماني لرله او د کاروبارونو د کمېدو له امله له طالبانو سره یو ځای شوی چې هره میاشت لږ تر لږه ۱۳ زره افغانۍ ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرو ورځو کې له پنجشېر څخه خپره شوې ویډیو چې یوه طالب قوماندان پکې د بندیانو د وژلو حکم کوي ګڼ غبرګونونه پارولي دي.