سویلي آسیا

د پاکستان د پوځ لوی درستیز امریکا ته ورسېد

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د یکشنبې په ورځ د یوه پنځه ورځني رسمي سفر لپاره واشنګټن ته ورسېد.

د ډان ورځپاڼې راپور له مخې، د دغه سفر موخه د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ پوځي او سټراټیژیکې اړیکې لا پیاوړې کول دي.

سرچینو ویلي، دا سفر چې «په اصل کې دوه اړخیز طبیعت لري» او د جون په ۱۴مه د امریکا د پوځ د ۲۵۰مې کلیزې له لمانځنې سره رسمي تړاو نه لري.

عاصم منیر د پوځ د لمانځغونډې په پوځي پریډ کې ګډون نه و کړی، خو ځینو سرچینو اټکل کړی چې نوموړی تېرو دوو ورځو کې د فلوریډا په ټامپا ښار کې د امریکا د مرکزي قوماندې (سنټکام) په مقر کې و.

واشنګټن کې د پاکستان سفارت بیا د دې ادعا د تأیید یا رد کولو څخه ډډه کړې ده.

سرچینو زیاته کړې، د عاصم منیر د سفر موخه دا ده چې د پاکستان او امریکا ترمنځ پوځي او سټراټیژیکې اړیکې لا پیاوړې شي، او تمه ده چې نوموړی به د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو او د امریکا له لوړپوړو پوځي چارواکو سره کتنې ولري.

له بلې خوا، د شنبې په ورځ د ماسپښین مهال څو تنو د تحریک انصاف پاکستان پلویانو په واشنګټن کې د پاکستاني سفارت مخته مظاهره وکړه او غوښتنه‌یې کوله چې په پاکستان کې دې «بې‌قید و شرطه ولسواکۍ» ته بېرته لاره هواره شي.

دا مظاهره د پوځ د مشر له راتګ مخکې وشوه.