سیاست

قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د قزاقستان ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ یرکین توقوموف د افغانستان لپاره ځانګړی استازي په توګه وټاکه.

«کازانفورم» خبري آژانس د راپور له مخې، د قزاقستان ولسمشر ښاغلی توقوموف تر دې مخکې د قزاقستان د ستراتیژیکو څېړنو د انسټیټیوټ د رئیس له دندې ګوښه کړی و.

توقوموف د پولنډ د وارسا پوهنتون د نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ، او د امریکا د هارورډ پوهنتون د کینیډي د حکومت ښوونځي فارغ دی.

هغه په قزاقي، روسي، انګلیسي او پولنډي ژبو خبرې کولی شي.

نوموړی د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت د فوق‌العاده او مختار سفیر (دوهم درجه) رتبه لري.