لوګر ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو کچه په ځینو ساحو کې د پخوا په پرتله ښکته راونه ده، چې د وچېدو خطر یې رامنځته کړی دی.
سرچینو دوشنبه د غبرګولي په ۲۶مه وویل، چې په دغه ولایت کې د اوبو کچه پخوا ۴۵ متره وه، خو اوس ۱۸۰ مترو ته ښکته شوې ده. سرچینې زیاتوي، د څښاک پاکو اوبو ښکته تللو سلګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي کړي.
د سرچینو په وینا، د ځینو سیمو اوسېدونکي مجبور دي، چې له لسګونه کیلو مترو څخه په لیرې واټن څخه اوبه د کراچۍ او یا خرو په واسطه راوړي، چې دا چاره روزنه مشکله ده.
د لوګر یو شمېر اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که مخه یې ونه نیول شي، نو د یو شمېر سیمو څخه به خلک کورونو بارولو ته مجبور شي.
د یادونې وړ ده، چې کابل کې هم ځینو نړیوالو بنسټونو خبر ورکړی، چې مرکز کابل کې هم د اوبه کچه کال په کال ښکته ځي او تر ۲۰۳۰ کال به کابل بې اوبو پایتحت وي.