د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا لخوا خپاره شوي جزییات ښيي، چې د دې شورا ۵۹مه غونډه سبا دوشنبې، د جنیوا په ښار کې پيلېږي.
د غونډې په اجنډا کې راغلي، چې د بشري حقونو عالي شورا د غونډې په لومړۍ ورځ به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د وروستي راپور تر چتر لاندې د افغانستان د بشري وضعیت ارزونه وکړي.
ورته مهال، د بشري حقونو فعالان بیا وایي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر پېچلي او بحراني بشري وضعیت ځانګړې پاملرنه وکړي.
دغه غونډه به د روان میلادي کال د جون له ۱۶مې، چې د غبرګولي له ۲۶مې سره سمون لري، پیل او د جولای تر نهمې چې د چنګاښ له اتلسمې سره سمون لري، دوام ومومي.
د خپرو شویو جزییاتو له مخې، د غونډې په لومړۍ ورځ به د افغانستان د بشري حقونو وضعیت وڅېړل شي. خو دا ارزونه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د وروستي راپور له مخې وي.
د ښاغلي بېنټ تازه راپور، «عدالت ته د لاسرسي په چوکاټ کې د ښځو او نجونو ملاتړ، او د تبعیض څوګوني او متقاطع بڼو» تر سرلیک لاندې چمتو شوې ده. په دې راپور کې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د جنسیتي تبعیض جنسیتي آپارټایډ روښانه بېلګه بلل شوې، او غوښتنه شوې چې جنسیتي آپارټایډ باید د یو جنایت په توګه وپېژندل شي.
د بشري حقونو فعاله، سیما نوري، وايي: «یو خپلواک حقیقت موندونکی پلاوی دې جوړ شي، څو د طالبانو د جنایتونو مستندونه برابر کړي، چې پکې د جنسیتي آپارټایډ، قومي نسل وژنې، د اقلیتونو پر وړاندې تاوتریخوالی او یا د مدني اعتراضونو ځپل شامل دي. د افغانستان دوسیه دې د امنیت شورا له لارې د هاګ نړیوالې جزايي محکمې ته ولېږدول شي، او یو جامع سیاسي طرحه دې د افغان ولس په واقعي ګډون سره، بدیل وګرځول شي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې، په هرو څلورو میاشتو یا په یوه کال کې درې ځلې جوړېږي او د نړۍ پر مهمو موضوعاتو، په ځانګړي توګه د بشري حقونو پر مسایلو تمرکز کوي. د بشري حقونو فعالانې تمه لري چې د افغانستان د بشري وضعیت د بحراني او پېچلي حالت په پام کې نیولو سره، دې مسلې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
طالبانو؛ واک ته تر ستنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د کار، زدهکړې، تحصیل او حتی له کوره پر وتلو سخت او دروند محدودیتونه وضع کړي دي. دا محدودیتونه د بشري حقونو فعالانو له نظره، د یو ژور بشري ناورین نښې دي او د جنسیتي آپارټایډ یا تبعیض روښانه بېلګې ګڼل کېږي.