افغانستان

امریکا د نشه يي توکو یو قاچاق کوونکی او د طالبانو مالي ملاتړی خوشی کړ

Bashir Noorzai, center, greeting other Taliban figures after arrival at Kabul airport on Sept. 19, 2022.

۶۵ کلن حاجي بشر نورزی، چې ۱۷ یې کاله د نشه يې توکو (هېرویینو) د نړيوال قاچاق او له ترهګرۍ د ملاتړ له امله د امريکا په ګوانتانامو زندان کې تېر کړي یکشنبه د وږي پر ۲۷ د کابل په نړيوال هوایي دګر کې طالبانو ته وسپارل شو.

د طالبانو رسنيزو مسوولينو او د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې بشر نورزی نن کابل کې طالبانو ته سپارل شوی.

بشر نورزی د امریکا دولت له خوا تورن و چې د ۲۰۰۴ کال په جون میاشت کې د افغانستان او پاکستان له لارې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت هیرویین متحده عربي اماراتو او له هغه ځایه اروپایي هېوادونو او امریکا ته لېږدولي دي.

د امريکا د عدليې وزارت د راپور پر بنسټ بشیر نورزی له ۱۹۹۰ کال راهيسي د نشه یې توکو په قاچاق کې لاس درلود.

بشر نورزی په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د جورج ډبلیو بوش د حکومت په دوره کې ونیول شو. د امریکا د عدلیې وزارت د مالوماتو له مخې بشر نورزی په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له خوا پر دایمي زندان محکوم شو.

د امريکا د عدليې وزارت د راپور له مخي بشر نورزی د طالبانو د مهمو مالي تمويلوونکو له ډلي و، چې دغې ډلي يې ته یې ملېشه سازي کوله او وسلې او نور جنګي امکانات یې ورته برابرول.

د ملګروملتونو سازمان د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې نړيوالي ادارې UNDOC  هم په د ۲۰۰۵ کال د اپرېل پر ۲۷ نېته په يوه اعلاميه کې بشر نورزی د نشه یې توکو نړيوال قاچاقبر بللی وو او د هغه نیول يې لویه لاسته راوړنه بللې وه.

بشر نورزی له نورزي قوم څخه نامتو څېره او د ملاعمر په مشرۍ د طالبانو ډلې ته نږدې کس پېژندل کېږي. هغه په ۱۹۸۰ زېږدیزه لسیزه کې جهادي قوماندان و. د امریکا د لویې څارنوالۍ د راپورونو له مخې د نشه یي توکو د کرلو د درولو په اړه د ملا محمد عمر له فرمان سره سره ښاغلی نورزی له دغو محدودیتونو معاف و او هغو نږدې اړیکو ته په پام چې له ملا عمر سره یې لرلې توانېدلی د هیرویینو تولید د افغانستان په سرحدي برخو کې او اروپا او امریکا ته یې قاچاق ته دوام ورکړي.

امریکایي رسنیو د ښاغلي نورزي د وکیل له قوله ویلي، هغه په محکمه کې ویلي د سټینګر وسلو د ټولولو په برخه کې یې له امریکا سره همکاري کړې او ځان یې د «امریکا ملګری» بللی و. خو نیویارک ښار کې یوې څارنوالۍ هغه د امریکا خاورې ته د هیرویینو د قاچاق په تور په دایمي زندان محکوم کړ. په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا دولت هغه د منځني ختیځ د ترټولو لوی قاچاقبر په توګه نومولی و. د ملګروملتونو سازمان له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۰۵ کال کې په یوه خبرپاڼه کې بشر نورزی یو نړیوال قاچاقبر معرفي کړی او د هغه نیول یې لویه لاسته راوړنه ګڼلې وه.

د طالبانو د قطر د دفتر مخکنیي مشر او د دغې ډلې د رئیس الوزرا اوسني مرستيال د ۲۰۰۲ کال د جون مياشتي پر ۲۹ نېټه د امريکا د بهرنیو چارو وزير سره د يوې ویډيويي ناستي پر مهال د بشر نورزي د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

امريکا بشر له ۱۷ کلن زندان وروسته د یکشنبې پر ورځ د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر مياشتي پر ۱۸ خوشی کړ، چې د طالب مشرانو له تاوده هرکلي سره مخ شو. امريکایي لوري تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ولي، خو تر دې مخکي د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام وېست ویلي و، چې له طالبانو سره د يوې منطقي پاليسۍ په چوکاټ کې د تعامل غوښتونکي دي.

په همدې حال کې رسنیو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له قوله له امریکایي مارک فریریچز سره چې د طالبانو په بند کې و د بشر نورزي له بدلولو خبر ورکړی دی. دغه امریکایی د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې په کابل کې تښتول شوی و. تر اوسه روښانه نه ده چې مارک فریریچز څنګه او چېرته امریکایي چارواکو ته سپارل شوی دی.